نړيوالو ځواکونو په لبيا کی د قذافي پرپوځي هډو حمله وکړه
۱۳۸۹ اسفند ۲۹, یکشنبهد لیبیايي تلویزیون د ویناوو له مخې د دې بریدونو په نیتجه ۴۸ انسانان وژل شوي دي.
په پاريس کي د نړي د مشرانو له یوی غوڼدی وروسته په لبيا کي د قذافی د رژیم د ځواکونو پر ضد په پوځي اقدام لاس پوری شو. د قذافي د رژيم هغه يوه ادعا چي د امنيت د شورا له پريکړي څخه يي وروسته اوربند کړي، بنغازي ته نژدي د چادونو د اوريدو سره تر پوښتني لاندي راغله.
د اروپا د اتحاديي، ملګرو ملتو، د افريقا د اتحاديي او د عربی ټولني مشران په پاريس کي سره جرګه شوي ؤ تر څو په دي هکله بحث او خبري وکړي چي د ملګرو ملتو د امنيت د شورا هغه يوه پريکړه چي د لبيا پر هوايي قلمرو باندي یی د الوتني بنديز لګولي دي، د عملی کیدو په هکله بحث او خبری وکړی.
د فرانسی ولسمشر نیکولا سرکوزی په یو مطبوعاتی کنفرانس کی وویل چی د غوندی ټول برخه والو پر دی موافقه وکړه چی د ملګور ملتو پریکړه د قوی په زور عملی شی، تر څو د قذافی د رژیم له حملو خخه د لبیا ولسی وکړی خوندی وساتی.
په دغي غونډي کي د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هیلری کلينتن، د بريتانيا صدراعظم، ديويد کمرون او د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل ګډون ؤ.
که څه هم د لبيا حکومت وايي چي د ملګرو ملتو له پريکړي څخه یی وروسته اوربند مراعات کړي، خو د دغه هيواد له هغو سيمو څخه چيرته چي پاڅون کونکي قدرت په لاس کي لري، د حملو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د رويترز د خبري آژانس د يو رپوټ له مخي د لبيا مشر معمر القذافي ځواکونو پرون سهار د لبيا په ختيځ ښار بنغازي کي د پاڅون کونکو پر مرچلو باندي بريدونه وکړ او له دي سره يي د اوربند لپاره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا له غوښتني څخه سرغړونه وکړه. په سيمه کي د عيني شاهدانو د وينا له مخي په بنغازي کي چاودني واوريدلي شو او په عين وخت کی په هوا کي يو جت جنګي الوتکه ښکاره شوه. .
د ملګرو ملتو د امنيت د شورا له 15 غړو څخه لسو يي د لبيا پر هوايي قلمرو باندي د الوتني د بنديز په پلويتوب رايي ورکړي. د آلمان په شمول، چين او روسيي له راييو ورکولو څخه ډه ډه وکړه.
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د ملګرو ملتو له پريکړي څخه هرکلي وکړ او د قذافي رژيم ته خبرداري ورکړ چي له هغي سره دی سم عمل وکړي. اوباما په سپینه ماڼي کی په یوی وینا کی وویل: « اجازه راکړي چي څرګنده یی کړم، کومه پريکړه چي صادر شوي ده، ټاکل شوي شرايط يي په هيڅ صورت سره د معاملي وړ نه دي. که چيري قذافي له دغو شرايطو سره سم عمل ونه کړي، نړيواله ټولنه به د پوځي عملياتو له لاري هغه تطبيق کړي.»
آژانسونه/ عبداالباري حکيم
کتونکي : بریښنا صابر