ملګرو، م: د عامو خلکوپه وژلو باندي سخته اندېښنه ښوولې ده. | افغانستان | DW | 21.11.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ملګرو، م: د عامو خلکوپه وژلو باندي سخته اندېښنه ښوولې ده.

ملګرو ملتونو په افغانستان کي دسوله ساتو او نورو بهرنيو ځواکونو په عملياتو کي د ملکي خلکو په وژلو باندي سخته اندېښنه ښوولې ده.

مېرمن اربور په افغانستان کي هم پر سوله ساتو ځواکونو او هم پر وسلوالو طالبانو باندي نيوکي کړي.

مېرمن اربور په افغانستان کي هم پر سوله ساتو ځواکونو او هم پر وسلوالو طالبانو باندي نيوکي کړي.

د ملګرو ملتونو دبشري حقونو کميساري Louis Arbour نن په کابل کي ويلي دي، چي په افغانستان کي د نړيوالو سوله ساتونکو او نورو بهرنيو ځواکونو په عملياتو کي تيرکال بيخي ډير عام خلک وژل سوي دي، چي دا عمل نه يوازي د نړيوالو اصولو او منل سوي منشورونو څخه خلاف يو عمل دی، بلکي د افغانستان خلک هم کله چي ويني چي بهرني ځواکونه بېګناه افغانان وژني نو هغوي د افغانستان د حکومت او بهرنيو ځواکونو څخه مخ اړيي.

مېرمن لويسااربور پر طالبانو باندي هم سختي نيوکي کړي او ويلي، چي دوی هم په حملو کي پر ملکي خلکود بريدونو صرفه نه کوي، چي داکار د نړيوالو منل سوو بنيادي حقوقو څخه تيری بلل کيږي.

اعلان