مقبل: د کوکنارو کرونکي هم هغسي مجرم ګڼل کيږي لکه قاچاق وړونکي | د افغانستان بيا رغاونه | DW | 10.02.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

مقبل: د کوکنارو کرونکي هم هغسي مجرم ګڼل کيږي لکه قاچاق وړونکي

د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزي وزير د فراه په ولايت کي د بزګرانو يوي لويي غونډي کي يي د خپلي اداري تګلاره واوروله.

ضرار احمد مقبل د جرمني د پخواني د بهرنيو چارو وزير شټاين ماير سر

ضرار احمد مقبل د جرمني د پخواني د بهرنيو چارو وزير شټاين ماير سر

په دغه تګلاره کي راغلي چي، د کونارو کرونکي هغسي مجرم ګڼل کيږي لکه قچاق وړونکي. همدا راز کوم بزګر چي د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي حکومت به پر هرهکتارځمکه۱۰۰۰امريکايي ډالره مرسته ورسره وکړي.

ضرار احمد مقبل د خبرو پر مهال وويل: نور حکومت او نړوياله ټولنه د مخدره موادو په مخنيوي کي جدي دي هيڅچاته به يي د کرلو،قچاق او راکړي ورکړي اجازه ورنکړي.

«هغو کسانو سره به د قانون له مخه چلند وسي چي کوکنار کري، د کوکنارو کرونکي لکه د قچاق وړونکي په څير حکومت ته مجرم دي»

غونډه کي ناستو د بزګرو نماينده ګانو خپلي ورځنۍ ستونزي ، د کرهڼي په برخه کي يي د حکومت لږه پاملرنه، د وچکالي ستونزه او بيارغوني پروګرام پڅوالي څخه يي شکايت کاوه.

د هغه ولايت د ولايتي شورا ريس عبدالبصير د بزګرانو په استازيتوب وويل: « زه د فراه د خلکو په استازيوب درته وايم ستونزي مو راحل کړی. که دي په ټول فراه ولايت کي د کوکنارو کښت يا غلا وليده ځواب يي له ما وپوښته. دا هر څه له بيوزلۍ کيږي»

د افغانستان د مشرانو په مجلس کي د فراه د ولايت د خلکو يوې استازي بلقيس روشن وويل:

« د لوړپوړو دولتي مامورينو ځمکو کي کوکنار کرل سوي، دوی بايد اول وپوښتل سي ، خوار بزګر خپله لاس ځني اخلي»

د مخدره موادو سره د مبارزې وزير خلکو ته د مرستي ډاډ ورکړ،او وي ويل هرهغه بزګر چي خپله ځمکه کي کوکنار ختم کړي په هر جريب ځمکه به ۱۰۰۰.امريکايي ډالره چه د ۵۰زره افغانيو معادل کيږي مرسته و شي

« په بادغيس کي موږ دغه پلان عملي کړی تر اوسه مو ۴مليونه ډالره مرسته وروړي.او فراه کي به هم ستاسو د ښه نيت په صورت کي کومک وسي»

د خپلواکه سرچينو د راپور په اساس په دې وروستيو کي دغه هيواد کي د تارياکو نرخ لوړ شوي، ځکه نو يولامل يي هم دا دی چي په فراه کي سږکال يو ځل بيا ګڼ کروندګرو په خپلو ځمکو کي د کوکنارو کرلو ته مخه وکړه.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل

اړوند مطالب