مرگژوبله د افغانستان په غرب کې د يو ځانمرگي چاودنې له کبله | افغانستان | DW | 19.11.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

مرگژوبله د افغانستان په غرب کې د يو ځانمرگي چاودنې له کبله

کابل: د افغانستان په غرب کې د نيمروز په والی د يوې ځانمرگي بريد په پيښه کې اته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.

default

د دغه ولايت والی غلام دستگير آزاد ويلی دی، کله چې دی د ولايت دفتر ته ننووت، په دروازه کې ځان وژونکی خپل ځان ته انفلاق ورکړ.

د والی يو زوی، پنځه ساتوونکي، يو کارکوونکی او په خپله ځان وژونکئ په دغه پيښه کې مړه شوي دي.

سر بيره پر دې دريارلس نور هم ټپي شوي دي.