1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ته د ناټو ځواکونو يوه الوتکه په لاس ورغلې ده

۱۳۸۹ مرداد ۶, چهارشنبه

د پاکستان د نيشن ورځپاڼه ويلي دي چي طالب جنګياليو ته د چهار شنبې په سهار په کندوز ولايت کي د ناټو ځواکونو يوه اکتشافي الوتکه په لاس ورغلې ده.

https://p.dw.com/p/OWwy
د ډګرمن ببرا په خبره اکتشافي الوتکي په هغه سيمه کي بېړنۍ ناسته وکړه چي د طالبانو په لاس کي ده.
د ډګرمن ببرا په خبره اکتشافي الوتکي په هغه سيمه کي بېړنۍ ناسته وکړه چي د طالبانو په لاس کي ده.انځور: AP

ورځپاني ويلي دي چي دغه خبره په افغانستان کي نړيوالو ځواکونو تاييد کړې ده.

ورځپانه ليکي چي د ناټو ځواکونو استازي ويلي دي چي الوتکه د کندوز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کي چي د افغان ځواکونو په خبره د طالبانو تر ولکې لاندي ده طالب جنګياليو ته په لاس ورغلې ده.

د ډګرمن ببرا په خبره اکتشافي الوتکي په هغه سيمه کي بېړنۍ ناسته وکړه چي د طالبانو په لاس کي ده.

د ورځپاڼي په خبره تر اوسه پوري دا خبره نا معلومه ده چي په الوتکه کي خلک ول که يا دا بې پيلوټه الوتکه طالبانو ته په لاس ورغلې ده.

په تيرو ۹ کلونو کي دا لومړی وار دي چي طالب جنګيالو ته د ناټو ځواکونو يوه الوتکه په لاس ورځي.

ag/ زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي