1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوات: د شرعيت جاري کيدو وروسته جګړه که امن؟

۱۳۸۸ فروردین ۲۵, سه‌شنبه

د پاکستان دولتي خبري رسنيو رپوټ ورکړ چي د هغه هيواد جمهور رييس آصف علي زرداري هغه يوه لايحه لاس ليک کړه چي د هغي له مخي په سوات کي د طالبانو د زور زياتيو د پاي ته رسولو په بدل کي د شريعت د جاري کيدو امر ورکوي.

https://p.dw.com/p/HWiE
انځور: Faridullah Khan

د فرانس پرس خبري آژانس په رپوټ کي راغلي دي چي زرداري پرون ناوختي وروسته له هغي دغه لايحه لاس ليک کړه چي د پاکستان ملي اسامبلي د راييو په اتفاق سره د يوي داسي غوښتني لپاره پريکړه وکړه. هغي اسامبلي په خپلي پرکړي کی ويلي دي چي « د رپوټونو له مخي د يادي شوي سولي د موافقي په نتيجه کي په سوات کي نظم او قانون ټينګ شوي دي. نو له جمهور رييس څخه غوښتنه کيږي چي دغه پريکړه لاس ليک کړي.

په پاکستان کي د زور پالونکو او طالب ياغيانو د نفوذ ‌له زياتيدو سره د هغه هيواد چي په اتمي وسلو سبمال دي، لويديځو متحدينو ته انديښني پيدا کړي شوی دی.

د پاکستان يو مخور ديني عالم وايي چي په سوات کي د اسلامي شرعيت جاري کيدو سره په سيمه کي طالب اورپکي مصؤنيت پيدا کوي.

د پاکستان يو سخت دريځه ديني عالم وايي چي په سوات کي د اسلامي شرعيت جاري کيدو سره هغه طالب اورپکي چي په قتلونو باندي تورن دي، محاکمه کيدای نه شی.

امريکايي چارواکي او نور انديښنه لري، په سيمه کي چي د افغانستان پولي ته نژدي ده، دغه ډول يو اقدام ښايي دغه ځاي د القاعدي د متحدينو لپاره په يو خوندي ټاټوبي بدل کړي.

د پاکستان ديني عالم صوفي محمد چي د حکومت او طالبانو تر مينځ د سوات په سولي کي مينځ ګړيتوب کړي، په يوي تلويزوني مرکه د دي پوښتني په ځواب کي چي آيا د سوات محکمي به د فضل الله او د هغه د پلويانو پر ضد د سيمي د خلکو شکايتونو ته غوږ ونيسي که نه، صوفي محمد په ځواب کي وويل: «ګمان نه کيږي چي دغه محکمي دا کار وکړي.»

عبدالباری حکيم
کتونکی: يحيی وردک