د چادرۍ د منع کولو موضوع يوه سياسي شخړه راپورته کړې | آلمان او نړۍ | DW | 12.05.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د چادرۍ د منع کولو موضوع يوه سياسي شخړه راپورته کړې

د فرانسې په پارلمان کي د محافظه کارانو د ډلي مشر جين فرانچس کوپه، چي د پوړني د پرسر کولو پر ضد يې سخته مبارزه کړې، څرگندوي، چي موږ غواړو په دې پرېکړي سره خپل مخالفت څرگند او وروسته په قانوني ډول سره منع کړو...

په اروپا کي يوه مسلمانه مېرمن

په اروپا کي يوه مسلمانه مېرمن

د فرانسې د پارلمان استازو غوښتل په ډاگه کړي، چي څادرۍ او پوړني دپاره په فرانسته کي ځای نسته او يو قانون وي، چي په راتلونکې اونۍ کي به د کابينې لخوا تصويب کيږي او د جولای په مياشت کې به پارلمان او سنا بحث ورباندي کوي.

ددې کارپه مخالفت کمونسټانو او شنو د رايو ورکولو څخه ډډه کړې ده. خو سوسيالسټانو بيا موافقه رايه ورکړې. ددې پريکړي سره هغه درز ډکېدونکی دئ، چې د چادرۍ پر سر بحثونو په سياسي ډگر کي رامنځ ته کړی.

د سوسياليسټانو لخواجين کليواني وايي، چي دوی ددې پرېکړي سره ډير مسئوليتونه هم پرغاړه اخلي. په تيره بيا د نر او ښځي د برابرتيا او د هغوئ د زيان ليدني پرضد. دا ډيړي ښې غوښتني دي او موږ به يې جدي نيسو.

خو په محافظه کارانو کي هم د پرمختگ په هکله اندېښني موجودي دي. ځکه يوې محکمې وار د مخه لا اعلان کړی، چي داسي يو قانون،چي په عمومي توگه په فرانسه کي پوړنی منع کوي، د هغه هيواد د اساسي قانون د اصولو څخه مخالف دئ.

شنه او کمونسټان دا منع کونه د اسلام په وړاندي تعصب بولي. کمونيسټ اليان بوکت پرون پر حکومت باندي دا تور پوري کړئ، چي ټولنه پر برخو ويشي.

«موږ د سرکوزي د ټاکنيزو سيالو د ويناوو څخه تر اوسه لا ډير ليري يو،چي په 2007 ميلادي کال کي يې ويل ټول انسانان پر يوه فرانسوي خوب او خيال راټولول؛ يو د وروگلوۍ جمهوريت چي د هر چا دپاره پکښي ځای وي او يو د بل څخه بيره ونه لري، او داسي نه چي يو بل ته خطر جوړ کړي.»

ددې څخه دا حکومت ډير ليري دئ، او د برقع په پرېکړي سره په دې هيواد کي اوسېدونکي مسلمانان لا جلاکوي.

په فرانسه کي د مسلمانانو د ټولني مشر محمد موسوي د سه شنبې په ورځ د خپلي ټولني دا باور يو ځل بيا په ډاگه کړئ: چي د يوه منع کوونکي قانون پر ځای بايد د ښځو باور تر لاسه سي، تر څو د چادرۍ د پرسرولوڅخه لاس واخلي.

Duchrow, Johannes/محمد عارف وردگ

کتونکی. زيارمل

اعلان