د پيښور ځانمرګی بريد ښځي کړی | آلمان او نړۍ | DW | 04.12.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د پيښور ځانمرګی بريد ښځي کړی

په پاکستان کي په لومړي ځل د يوې مېرمني له خوا ځانمرګی بريد تر سره سوي. د پيښور د پوليسو په وينا په دې پيښه کي يوازي پخپله مېرمن وژل سوې او بل کوم چاته تاوان نه دي رسېدلی.

د پوليسو په وينا چي تراوسه پوري سړی نسي ويلای چي ددې حملې هدف څه و

د پوليسو په وينا چي تراوسه پوري سړی نسي ويلای چي ددې حملې هدف څه و

د پوليسو په خبره دغي مېرمني چي بم يي په ځان پوري تړلی و د پيښورښار د مسيحيانو د ښوونځی د پوځي کنترول يوې پوستې ته نژدې خپل ځان هواته الوزلوی. د پوليسو په وينا چي تراوسه پوري سړی نسي ويلای چي ددې حملې هدف څه و. ويل کيږي چي دې مېرمني د ديرشو څخه تر څلويښتو کالو پور عمر درلودی.