د ټاکنو په بهير کي د غرب زون ته يوه کتنه
۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبهد ټاکنو رسمي پروسه په سيمه ايزه وخت د سهار ۷ بجو پيل او د پروګرام سره سره سم د مازديګر پر ۴بجو باندي بشپړه سوه.
د ټاکنو د بهير په لومړي سرک د رنګ د پاکۍ څخه شکايتونه او د ځينو نماندگانو په پلوي د ۲۱څارونکو جعلي کارتونه ونيول سوه.
په ټوليزه ډول د هغو يوشمېرکسانو سره چي دويچه ويله خبري کړي د پروګرام څه خوښ نه ول.
د غرب زون په څلورو ولاياتو کي څه د پاسه زرټاکنيزه مرکزونه تيار سوي وه چي له منځه يي ۱۳۱د مامورينو په وينا د نا امنيو او نورو د لايلو په وجه بند پاته سوه.
د هرات د امنيې قوماندان جنرال محمد سالم احساس په خبره وسله والو طالبانو ددغه ولايت ،ګلران،کشک، اوبې او شنډنډ ولسوالي کي د رايه ورکولو پر ضد ناکامه بريدونه وکړه ،چي ترتولوزړه بوږنونکې پيښه يي په شندند ولسوالۍ کي د رايه ورکونکو پر يو موټر د ماين چاودنه وه.
په غورکي د نا امنۍ خبر ندی ورکړل سوی خو د ليداعرفاني په نوم د مدني ټولنو يوې فعالي په ځينو مرکزونوکي د رايو د ورکړي پاڼو د کمښت او ورسره په څنګ کي د مېرمنو د کم ګډون وويل.
د بادغيس د مرکز څخه د عبدالله په نوم ورته ستونزي څخه شکايت وکړ. خو د همدغه ولايت بالامرغاب ولسوالي کي يوه سيمه ايزه سړي په خوابدۍ وويل چي د طالبانو له ويري ډيري خلک ټاکنو کي له ګډون څخه پاته سوه.
دغه راز د فراه په مرکز کي ټاکني نورمال اجرأسوې خو په پنځه ولسواليوکي د طالبانو له پرله پسي بريدونوسره يوشميرخلکوته د ګډون ستونزي را ولاړي سوي. په دغه ولايت کي طالبان د ګڼه ورانيو ادعا کوي مګر دولتي مامورينو دغه ادعاوي رد کړې.
هرات/ شرفيار
کتونکی: نجيب الله زيارمل