د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
«د پاکستان پولې ته څيرمه څلور ایراني عسکر وژل شوي»
د فرانس پریس خبري آژانس د ایراني رسنیو په حواله لیکلي دي چې د پاکستان پولې ته څيرمه د وسله والو سره د نښتو په ترڅ کې څلور ایراني عسکر وژل شوي دي. دغه نښته د سیستان ـ بلوچستان ایالت په راسک سیمه کې شوې ده. تیره میاشت هم د ایران دولتي تلویزیون په خاش سیمه کې د یوه پولیس او پنځوو «ترهګرو» چې ویل کیږي د «جیش العدل» ډلې سره یې تړاو درلود، د وژل کیدو خبر خپور کړې وو.
سرپل: چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي
په سرپل ولایت کې د یوې چاودنې په نتیجه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. د سرپل د والي ویاند ذبیح اماني د اسوشیدد پریس خبري آژانس ته وویل چې چاودونه نن، چهار شنبه په سانچارک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی چې د رحیم خان په نامه د یوه سیمه ایز مشر موټر یې هدف وو. نوموړي زیاته کړه چې د چاودنې پر وخت رحیم خان ته زیان نه دی رسیدلی خو د ده دوه زامن، یو خورې او دوه وریرونه وژل شوي دي.
د بشري حقونو د څار ټولنې د افغان ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کړې
د بشري حقونو د څار سازمان له ناټو څخه غوښتي چې د افغانستان په اوږدې جګړه کې د ملکي وګړو د ساتنې له پاره لا ډیر کار وکړي.د بشري حقونو د څار سازمان د چهار شنبې په ورځ د وارسا تر غونډې مخکې ناټو ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي دي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې ملکي تلفات مخ په زیاتیدو دي او دا چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو یو پر دریمه برخه ماشومان وو.
یمن: غبرګو بریدونو ۶ عسکر ووژل
د یمن په سویل کې نن، چهار شنبه د پوځ پر یوه اډه د غبرګو بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ عسکر وژل شوي. د پوځي کړیو له خوا ویل شوي چې لومړی د عدن هوايي ډګر ته څیرمه د پرتې پوځي اډې په دروازه کې موټر بم چاودنه وشوه. بیا دویم موټر د اډې ساحې ته داخل شو او دغلته دویمه چادونه رامنځته شوه. د پوځ یوه استازي دا د افراطي اسلامپالو کار وباله. د چاودنو وروسته د عسکرو او برید کونکو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوې.
د عراق د برید د قربانیانو شمیر ۲۵۰ ته لوړ شوی
د عراق د پلازمینې بغداد پر یوه بازار د خونړي برید د قربانیانو شمیر لږ تر لږه ۲۵۰ تنو ته لوړ شوی دی. د عراق د روغتیا وزارت چاروکو وویل چې د ملبې څخه نور جسدونه هم راویستل شوي او ځينو نورو ټپيانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی. د اوونۍ په پای کې دې چاودنو او ورپسې اور لګیدنې ډيرې ودانې په بشپړه توګه وسوځلې. پر برید د غبرګون په توګه چې پړه اسلامي دولت ډلې منلې وه، د کورنیو چارو وزیر له دندې استعفا وکړه.
په مدیترانه کې په یوه ورځ ۴۵۰۰ مهاجر ژغورل شوي
په مدیترانې سمندرګي کې د یوې ورځې په اوږدو کې د ۳۰ ژغورونکو عملیاتو په ترڅ کې شا او خوا ۴۵۰۰ مهاجر ژغورل شوي. د سمندري پولیسو په حواله په عملیاتو کې د اېتالیې سمندري ځواک او د اروپايي ټولنې د پولو ساتنې ادارې «فرونتکس» برخه درلودله. زیاته شوې چې تر ټولو ستر عملیات د یوې داسې کښتۍ کې د سپورو انسانانو د ژغورولو په موخه ترسره شول چې د سمندر د سفر له پاره هیڅ مناسبه نه وه او ۴۳۵ انسانان پکښې سپاره ول.
میسي د ۲۱ میاشتو بند په سزا محکوم شوی
لیونل میسي او د نوموړي پلار د مالیې د نه ورکړې له امله په ۲۱ مباشتو حبس محکوم شوي. خو په بارسیلونا کې د محکمې د د پریکړې په اساس دوی مجبور نه دي زندان ته ولاړ شي او میسې لوبو ته دوام ورکولای شي .محکمې په خپله اعلامیه کې روښانه کړې ده چې میسي او پلار یې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه په بلیز کې له تش په نامه شرکتونو څخه ګټه اخیستې ده.