د ملګرو ملتونو د څارونکي ډلې مشر دمشق ته ورسېد | دويچه ويله پښتو | DW | 30.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د ملګرو ملتونو د څارونکي ډلې مشر دمشق ته ورسېد

د ملګرو ملتونو د څارونکو د ډلې د مشر په حیث نارویژي جنرال رابرت مود په سوریه کې خپله نوې وظیفه په ډېر احتیاط سره پیل کړه. ده دمشق ته تر رسېدو وروسته وویل که چیرې د کوفي عنان د سولې پلان په بریالیتوب سره عملي سي نو په دغه هیواد کې به زور زیاتی په بشپړ ډول پای ته ورسیږي.

د مود په نظر په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو دېرش تنه څارونکي په سوریه کې موجود دي او د یوې میاشتي په جریان کی به د هغوی تعداد سلو ته لوړ سي. په مجموعي ډول باید د ۳۰۰ تنو په شاوخواکې څارونکي سوریې ته واستول سي. دغه بې وسلې ماموریت په اول سر کې د درو میاشتو له پاره پر مخ بیول کیږي.