د مالي پر کودتاچیانو باندې نور بندیزونه هم وضعه سول
۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبهاعلان
د افریقا په جنوب کې پروت د مالي په هیواد کې وضعه اوس هم کړکېچڼه ده. د ایکو واس په نامه د جنوبي افریقا اقتصادي ټولنې تر بندیزونو وروسته اوس افریقایی ټولنې هم د کودتا چیانو په مقابل کی خپل تعزیرات وضعه کړل.
د افریقایی ټولنې کمیسار رمتانه لامامرا، په ادیس ابابا کې وویل چې د سفر د بندیزونو تر څنګ به د پوځیانو سرمایې هم کنګل کړای سي. همدارنګه متحده ایالاتو هم د کودتاچیانو د رهبر او د هغه د کورنۍ له پاره پر سفر باندی بندیز لګولی دئ.
د ملګرو ملتونو په حواله دغه هیواد د تقسیم کېدو د ګواښ سره مخامخ دئ. دهغو په حواله د طوارق یاغیان او د هغوی سره تړلي د القاعده جنګیالي تقریباً د مالي ټوله شمالي برخه تر خپل کنترول لاندی لري.