د فرانسې د پارلماني ټاکنو وروستی پړاو پیل سو | دويچه ويله پښتو | DW | 17.06.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د فرانسې د پارلماني ټاکنو وروستی پړاو پیل سو

په فرانسه کي نن د يکشنبې په ورځ د پارلماني ټاکنو دويم او وروستی پړاو پېل سوی دئ. دغه ټاکنې د ولسي جرگې د ۵۷۷ چوکيو له پاره تر سره کيږي. يوه اونۍ تر مخه د ټاکنو په لومړي پړاو کي یوازې ۳۵ کانديدان پر دې توانېدلي ول چي اړين رايي تر لاسه کړي او د پارلمان چوکۍ خپلي کړي.

د ټاکنو په دويم پړاو کي که يو کانديد تر خپل سيال معمولي زياتي رايي هم ولري نو د پارلمان چوکۍ ته کاميابیږي. اټکل کيږي چي د فرانسې د نوي ولسمشر فرانسوا اولاند سوسيالست گوند به په دغو ټاکنو کي د پارلمان اکثريت چوکۍ وگټي.

اړوند مطالب