د غزې په جګړه کي د فاسفور لرونکو وسلو څخه کار اخستل سوی | آلمان او نړۍ | DW | 22.01.2009
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د غزې په جګړه کي د فاسفور لرونکو وسلو څخه کار اخستل سوی

د امنستي انتر نېشنل نظامي کار پوه وايي چي د غزې په تراډه کي مو هر ځای د سپينو فاسفورسو داسي ټوټې پيداکړي چي تر اوسه هم دود کوي او که يې سړی و ښوروي لمبې څني پورته کيږي...

د غزې جګړه

د غزې جګړه

د جنورۍ څلرمه به، صباح ابو حليمه، هيڅ وخت هيره نکي .دې په کور کي د کورنۍ د نوروغړو سره د غرمې ډوډۍ خوړله ،چه د همسايه په کور کښي يې بم ولويدۍ . دې وويل چه درځۍ چه بلي خوني ته ولاړ سو ،هغه اطميناني ده . خو دې وکولاي سول ،چه يوازي څو ګامه ولاړه سي .

دې په روغتون کي وويل:«يوه ثانيه لا نه وه تيره سوې ،چه يو بل بم ولويدۍ ،چه مستقيمأ زما د ميړه پر سر ولګيدۍ .زما درو زامنو اور واخيستۍ .هلکانو نارې کړې چه «مور:اور،اور ». خو ما د دډير دود له کبله دوي ونه ليدل . دود ډير بد بوي ورکاوه .که څوک ونه سوځي ،نو د بوي دلاسه يې مري .»

صباح ابو حليمه پر ديوال ومښتل،او خپله لور يې د غيږ څخه ولويدل.

ددوو اونيو راهيسي سباح د غزې په يوه روغتون کي بستر ده . ددې ميړه او څلور کوچنيان يې دهغه دلاسه مړه سول .دوه نور زامن يې د سختو سوځيدو له کبله قاهرې ته ليږل سوي دي .

دغزې په بيت الاحيه کي ددې دميړه وروڼه د بخښني دبين امللي سازمان يا امنيسټي انترنېشنل نظامي کار پوه کريس کوب شميد ته دغه نړيدلی کور ورښکاره کوي . کور ته راکټان د چت د لاري راغلي دي،چه د راکټانو ټوټې لا اوس هم په دهليزو کي پرتې دي . دباندي دوي د فاسفورس ټوټې ورښکاره کوي .

پر غزې باندي د سپينو فاسفورسو باران

پر غزې باندي د سپينو فاسفورسو باران

کوب شميدپه دې باب وايي:«موږ د غزې په تراډه کي هر چيري د سپينو فاسفورسو شواهد پيدا کړل .داسي ټوټې چه اوس هم دود ورکوي . او که يې سړی وښوروي ،دفعتأ لمبې پورته کوي . »

کوب شميدپخوا د برتانيې د پوځ منصب دار ؤ .ده وويل چه سپين فاسفورس د هغه د ډير دود له کبله معمولأيوازي هغه وخت استعماليږي ،تر څو پوځ ددښمن څخه پټ وساتل سي ،او هغه د انسانانو په مقابل کي ندي جوړسوي ، خو اسراييلو هغه په عام ډول استعمال کړه.دی اضافه کوي:«چه دا هيڅ ممکنه نده چه هغه دې په ناپامۍ کي استعمال سي .هغه قصدآ پر خلګو باندي ورغورځول سوي دي . »

د شيفآ په روغتون کي بيا ددغه روغتون د سوځيدو د څانګي مشر ډاکتر نظيف ابو شحبان حيران دی چه ولي د عادي او نورماله سوځيدو دلاسه سړی مري ، او هغه وار په وار خرابيږي . ځکه چه د عادي او نورماله سوځيدو دلاسه خوسړی نه مري .

پدې منځ کښي د بشر د حقوقو سازمانونو د هغو وسلو د استعمال غوښتنه کړيده ،چه د غزې په جنګ کي استعمال سوي دي . داسي ګمان کيږي چه په دغه جنګ کي به نه يوازي د سپينو فاسفورسو وسلې ،بلکه داسي وسلې هم استعمال سوي وي ، چه دهغه تأثيرات او اغيزي به د ډير وخت دپاره پاته سي .

اړوند مطالب