1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سيلابونو د اوبو تر راکښته کيدو وروسته د خرابيو انځور

۱۳۸۹ مرداد ۲۹, جمعه

په پاکستان کي د سيلابونو تر خرابيو اوورانيو ورسته په ځينو سيمو کي اوبه پر ټيټيدو دي . خو بد بويي خټي اولوشي يي شاته پري ايښي دي .

https://p.dw.com/p/Os9y
انځور: AP

خلک اوس دهغه د پاکولو په کار اخته دي . فضل اقبال او د هغه کارونکي هم د بيلچو په مرسته په دي بوخت دي چي ددې تورو لوشوڅخه خپل رستوران اطاقونه او غولي پاک کړي . د فضل اقبال دا رستوران چي اکبر فيش نوميده او په ټول هيواد کي مشهوره ؤ، دوه نيمي اونۍ مخکي د مشتريانو څخه ډک وو، خو اوس په خټو کي پټ دي . او فضل اقبال تر يوې لاسي ګاډۍ ورسته د خټو بله لاسي ګاډۍ د کابل په سيند کي تشه وي . د کابل سيند دلته په نوښار کي بيرته خپل عادي حالت ته راغلی دی، او اوبه يې کښته سوی دي . فضل اقبال د خپل رستوران په اړه وايي:

« زموږ هوټل ډير ښه نوم لاره . د لاهور، راولپنډۍ او کراچي څخه به خلک دلته راتلل . موږ به د ورځي څه نا څه څلور سوه ميلمانه درلودل .»

فضل وايي چي د سيلاب اوبو دده رستوران ته تر نيمي شپې ورسته هغه وخت راورسيدې چي ورستيو ميلمنو ډوډی خوړلې وه. دی بيا وايي،

« سهار اوبه د دوکان د چت د پاسه دوه متره جګي ولاړي وي . بيا شپږ ورځي ورسته په کراره کراره کښته سوې .»

Dossierbild Pakistan Flut 3
انځور: AP

خو د اوبو تر ټيټيدو وروسته بيا دلته هيڅ هم نه پيژندل کيده . د رستوران د پخلنځی يخچالونه او د ميلمنو د ناستي د ځايوڅخه چوکۍ په خړو کي پټي شوي وې .

« د لته پخلنځی ؤ، د ميلمنو د ناستي لپاره سالونونه وه . د کورنيو دپاره بيل د ناستي ځايونه هم وه، او هغلته مو دباندي کبان سره کول .»

د سړک بلي غاړي ته د سيند څخه په يو څه واټن، مجيد په دکان کي دکور د سامان آلاتارزيابي کوي، او ګوري چي کوم شی د ببيرته استعمال وړ دی . لاسسي جوړي شوي المارۍ ولاړي دي ،خو د سيلاب اوبو او تورو خټو هغه د خرڅولو څخه ايستلي دي .

« دا بيخي د کاره وتلي دي . موږ به د نورو په جوړولو لاس پوري کو. »

خو پوښتنه داده چي دلته به سړی کار څه رنګه وکړي . د دکان شاته کوټه کي پراته ټول ماشينونه هم خراب سوي دي . څلور هلکان ددغه ځای په پاکولو اخته دي . مجيد په ډيره خواشينی سره وايي :

« موږ شل ،پنځويشت کاله سخته خواري وکښل خو زموږ ټول زحمتونه په يوه شپه کي د خارو سره برابر سول . زما اوس هم باور نه راځي چي دا رشتيا دي . »

Superteaser NO FLASH Pakistan Überschwemmung Flutkatastrophe Flüchtlinge
انځور: AP

خو مجيد بيله دې هم بله چاره نه لري چي بيا د سره پيل وکړي . دی وايي چي هڅه کوي يو څو مياشتي وروسته دوکان بيرته پرانيزي او هيله لري چي بيا د کابل د سيند پر غاړه د فضل د رستوران کبان وخوري . ځکه چي فضل هم د خپل رستوران د جوړولو لپاره يو پلان لري .

« اول به خټه او لوشي ليري کوو، بيا ميزونه او چوکۍ پاکوو،او بيا مو چي ټول تعمير پريمينځي او ديوالونه مو ورته پاک کړل، نو رنګوو به يې . نوی پخلنځای به جوړو. بيا نو کيدای سي چي خلک بيرته رستوران ته راسي.»

اقبال به ددې ټولو کارو مصرف څنګه پوره کوي . دی پخپله هم په دې نه پوهيږي . هغه هيڅ کومه بيمه نه لري او د حکومت څخه د يوې پيسې تمه هم نه لري .

ويبر من /بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري