د سولي له پروسې سره د طالبانو يو ځای کېدل
۱۳۸۸ بهمن ۲۵, یکشنبهچارواكي وايي چې په تيرو پنځو كلو كې يې د هېواد د گوټ ګوټ نه د درويشت زره قومي سپين ږيرو او مشرانو سره تماسونه نيولي دي او په دې وسيله يې د دولت مخالفين له جنګ څخه سولې ته هڅولي دي د سولې د ټيګښت خپلواك كمسيون چې د حضرت صبغت الله مجددي تر مشرۍ لاندې كار كوي پرون د ننګرهار ،كونړ غزني ميدان وردګو لوګر او كاپيسا ولايتونو نه د طالبانو او حزب اسلامي سل كسيزه وسله واله ډله د خپلو سلو ميلو درنې او سپكې وسلې سره د ولت ته تسليم شو او د جنګ او مخالفت نه يې لاس واخيست.
په هغه مراسمو كې چې له همدې امله د كمسيون په انګړ كې جوړ شوي وو د كونړ ولايت د سولې د ټنګښت د كمسيون ولايتي مشر روزي خان چې د ديارلس كسيزه ډلې مخالفين يې د پخلاكېدو لپاره له ځانه سره راوستي وو وايي چې د نورو وسله والو ډلو سره هم په تماس كې دى او ډير زر به يوه بله ډله كابل ته راولي.
دغه راز په دې مراسمو كې د ننګرهار ولايت ولايتي رئيس ثناګل كوچي هم چې د يوې ډلې مخالفينو سره راغلى وو وايي چې تر دې دمه ورته په ننګرهار كې د طالبانو او حزب اسلامي د غړو يولس سوه كسان د همدې لارې نه دولت ته رااوښتي او خپلې تودې وسلې يې امنيتي ارګانونو ته وسپارلې.
د دولت سره د مخالفو وسله والو د يو ځاى شوو په ډلو كې رحمت الله دا كار يو مجبوريت هم وباله چې په كلي كور كې د حكومتي كسانو لخوا په تكليف كې وو او په تټه يې ژوند او جنګ كاوه خو دايې هم وويل،چې نور د جنګونو څخه ستړي شوو هېڅ په لاس رانغلل ځكه مو داغوره و بلله چې د نورو په شان د عادي ژوند د تېرولولپاره د جنګ او مخالفت نه لاس واخلو.
دا په داسې حال كې ده چې افغان حكومت او په سر كې حامد كرزى د سولې داعيه ډېره توده نېولې ده او د لندن د كنفرانس نه وروسته د افغان شخړې محوري خبره د طالبانو او مخالفينو سره د روغې جوړې پروسې ته لمړيتوب وركول شوى دى خو تر دې دمه مقابل لوري لا داسې مثبت غبرګون نه دى ښودلى چې د روغې پيل شوى كمپاين كومې پايلې ته ورسوي.
جمال کوټوال/ کابل
کتونکی. زيارمل