1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خصوصي امنيتي شرکتونو پر سر اختلاف

۱۳۸۹ دی ۱۶, پنجشنبه

په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير وړانديز کړي چي د خصوصي امنيتي شرکتونو بشري ځواک دوه برابره سي. په داسي حال کي چي کرزي څو مياتشي د مخه يو فرمان صادر کړ چي دا شرکتونه دي منحل سي.

https://p.dw.com/p/Qo5d
ولسمشر کرزی او کارل ايکنبيري
ولسمشر کرزی او کارل ايکنبيريانځور: DW/US Embassy Kabul

يو افغان چارواکي د خپل نوم د نه يادولو په شرط ويلي دي چي د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري رياست په ماڼۍ کي په يوې غونډه کي کارل ايکنبيري ولسمشر کرزي ته په يوه غونډه کي وويل چي د پرمختيايي پروژو د امنيت د ساتلو د پاره ۲۵ زره نورو شخصي امنيتي کسانو ته اړتیا ده.

دغه چارواکي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « په دې وړانديز سره د افغان مشر او د هغه د لويديځو ملاتړ کونکو ترمنځ اختلاف ښايي نور هم ډير سي.

د جمهوري رياست په غوڼده کي دغه ګډونکونکي چارواکي زياته کړې چي کرزي د ايکنبري دا وړانيز په يوه جدي بحث کي رد کړ او د هغه پر ځاي يې د افغان ملي پوليسو د رزوني د پياوړتيا لپاره د زياتو مالي مرستو غوښتنه وکړه.

د سه شنبې په ورځ ولسمشر کرزي د افغانستان د اساسي قانون د اومي کاليزي په مناسبت غونډه کي يو ځل بيا د افغانستان په کورنيو چارو کي د« د بهرنيانو» د لاسوهني څخه شکايت وکړی.

کرزي په تيره اګست کي فرمان صادر کړ چي ټول خصوصي امينتي شرکتونه که ملي دي او که بين المللي، بايد د څلور مياشتو په موده کي وتړل سي. خو وروسته هغه د خپلو لويديځو متحدينو تر فشار لاندي راغی او په خپل فرمان کي يې تعديل راوسوت او ځينو شرکتونو ته يي د فعتايلت د دوام اجازه ورکړه.

د بهرنيو خصوصي امنيتي کمپنیو افراد
د بهرنيو خصوصي امنيتي کمپنیو افرادانځور: AP

په افغانستان کي ډيری مهم بهرني تأسيسات د خپل امنيت د خوندي ساتلو لپاره خصوصي امنيتي شرکتونو ته اړ دي او وايي چي افغان پوليس له يوې خوا له ښو امنيتي روزنو څخه برخمن نه دی او له بلي خوا د هغوی شمير دومره زيات نه دي چي و سي کړای د نورو دندو ترڅنګ د بهرنيو تأسيساتو امنيت خوندي وساتي.

د کرزي په تعديل سوي پلان کي هغو خصوصي امنيتي شرکتونو ته اجازه سوې ده چي خپلو فعايلتونو ته دوام ورکړي چي د پرمختيايي پروژو او دغه راز د ناټو، بهرنيو سفارتونو او ملګرو ملتو سره تړونونه لري.

د يو اټکل له مخه څه د پاسه 27 زره محافظين په افغانستان کي د خصوصي امينتي شرکتونو له خوا استخدام سوي دي، خو کرزي پر دغو شرکتونو تور ولګاوه چي د امنيت د ساني پر ځای هغوی تر ډيره د نا امنيو لامل ګرځيدلي، په اختلاس کي لاس لري او له خپلو وسلو او زرو څخه ناوړي استفادې کوي.

د فرانس پرس خبري آژانس د خپل رپوت په دوام کي د هغه چارواکي چي هويت يي نه دی بربنډ له خولې وايي: « د جمهوري ماڼي په پرونۍ غونډه کي ولسمشر کرزي، د هغه لومړي مرستيال، محمد قسيم فهيم، د کرزي د ملي امنيت مشاور، د کورنيو چارو وزير، نور افغان چارواکي، د امريکا سفير ايکنبري او د ناټو يو لوړ پوړی چارواکي ګډون درلود.»

دغه چارواکي ويلي:«غونډه په يو تند بحث بدله سوه، ولسمشر وويل موږ هڅي کړو تر څو خصوصي امنيتي شر کتونه منحل کړو او تاسي غواړی چي 25 زره نور هم پر ور زيات کړي.»

NO FLASH Afghanistan Angriff Friedens-Dschirga Kabul Polizei
انځور: AP

د فرانس پرس په رپوټ کي دا هم نه دي ويل سوي چي دغه چارواکي چي دا معلومات يې د خپل هویت د نه بربڼدولو په شرط ورکړي دي بهرنی دی که افغان، خو په خپلومعلوماتو کي د کرزی له خولې وايي: « هغه يعني کرزي ایکنبرې ته په خطاب کي وویل: تاسي غواړی چي د افغانستان د امينتي تأسیساتو سره موازي نور ځواکونه جوړ کړی. له دې معلوميږي چي تاسي د خصوصی امينتي شرکتونو له منحلیذدو سره مخالف یاست.»

چارواکي زياته کړه چي د امریکا سفير په ځواب کي وويل، نو که داسي وي ترهغه پوري به د ملیاردو ډالرو په ارزښت پرمختيايي پروژې د عمل جامه وا نه غوندي، مګر دا چي د هغو امنيت خوندي وساتل سي او« خصوصي امنيتي شرکتونه دې هدف ته درسيدو لپاره د حل يوازنۍ لاره ده.»

هغه د ايکنبري له خولې زیاته کړه: « هغه پيسي چي د کانګرس له خوا د نورو محافظینو لپاره منظور سوی دي، هغه د افغان ملی پولیسو د روزنی لپاره ځانګړی کيدای نه سي.»

په کابل کی د متحده ایالاتو د سفارت مطبوعاتی ویاندی،Kerri Hannan د فرانس خبري آژانس د جمهوری ریاست د ماڼۍ د غونډي خبر تاید کړی خو دا چي په هغه کي پر کومي موضوع بحث وسو له تبصرې کولو څخه ډ ډه کړې.

هغه چارواکي چي د جمهوري ماڼۍ په غونډه کي يې ګدون درلود فرانس پرس ته وويل چي دغه غونده پرته له کومي نتيجې څخه پای ته ورسیده او زیاته يې کړه چي د افغان حکومت ښايي د يوې اونۍ په موده کي تصمیم ونيسي چي د پرمختيايي پروژو امنیت څرنګه خوندي وساتي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل