د تاجکستان اپوزيسيون وايي، د عبدالرحيموف څخه بن لادن مه جوړوی
۱۳۸۹ دی ۱۵, چهارشنبهد «اسلام بيا راژوندی کول» گوند چي په تاجکستان کي د مخالفو گوندونو تر ټولو پياوړی گوند دی د هغه هيواد په ختيڅ کي يې د هغو عملياتو په اړه انديښنه ښودلې چي د نا قانونه وسله والي ډلي په وړاندي د چهارشنبې په شپه تر سره سوي.
په دوشنبې کي د هغه گوند مرستيال او د پارلمان غړي عمرعلي حسينوف وويل:«زه بيره لرم چي د ملا عبدالله د ډلي نابودول يا هغوی ته تاوان رسول، چي زه د هغوی پر موجوديت باندي شک لرم، حکومت په رشت کي عمليات کوي، هغو خلکو ته تاوان رسوي چي په هغو باندي په دولت کي د خلکو خوا بديږي.»
د سه شنبې په ورځ ناوخته د تاجکستان پوځي چارواکو خبر ورکړی چي علا والدين دولتووف يې د خپلو ۷ تنو انډيوالانو سره وژلی دی.
پر دولتوف او دغه راز نورو قوماندانانو، « ملا» عبدالرحيموف او ميرزا خواجه احمدوف باندي تور دی چي د سپتمبر د مياشتي پر ۱۹ يې پر پوځي کتار بريد کړی او ۲۸ کسان يې وژلي.
عبدالرحيموف چي په «ملا» مشهور دی د تاجکستان حکومت ته تر ټولو ډير درد سر نومول کيږي. هغه د تاجکستان په هغه سيمه کي اوسيږي چي د کورنۍ جگړې په وخت کي چي د ۱۹۹۲-۱۹۹۷ پوري يې دوام درلودی، د حکومت د پاره ستر خنډ و.
د تاجکستان د مخالف گوند استازي وويل: « زه اوس بيره لرم چي د عبدالرحيموف نوم هم دومره غټ نسي، لکه د تاجکستان د حکومت لپاره چي ملا عبدالله داسي سو لکه اوسامه بن لادين چي د امريکا د پاره دی.
« امريکايانو په دې پلمه چي اوسامه بن لادن پيدا کوي د څو کلونو راهيسي په افغانستان کي ويجاړونکې جگړه پر مخ بيايي او د پاکستان هغه سيمي بمباروي چي هلته عام وگړی ژوند کوي. په تاجکستان کي اوس هم دغه حالت روان دی.»
د دولتوف او د هغه د انډيوالانو په وژلو کي د تاجکستان د حکومت سره يو بل ياغي قوماندان ميرزا خواجه احمدوف، چي حکومت هغه هم په وژنو تورن کړی و مرسته وکړه. دغه تن د تير کال د اکتوبر په مياشت کي د هغه هيواد د جمهورريس ايمام علي رحمان په زمانت چي ده او پلويانو ته به يې څه نه وايي خپله وسله پر مځکه کښېښوده.
حسينوف زياته کړې: « د تاجکستان حکومت چي و کولای سوای چي د ولتوف پيدا کړي او ويې وژني ولي نسي کولای چي د ملا عبدالله ځای پيدا کړي.»
وروسته تر هغه چي عبدالرحيموف په ۱۹۹۷ کال د تاجکستان د حکومت سر د يو ځای کيدو څخه ډډه وکړه، ويل کيده چي افغانستان ته وتښتېدی او هلته تر يوې سختي ناروغۍ وروسته مړ سو.
خو د تاجکستان حکومت وروسته وويل چي هغه مړ ندی او بيرته تاجکستان ته را اوښی دی.
پخواني قوماند ياغي قوماندان چي اوس د تاجکستان د دولت سره يو ځای سوی یو ولي: « زه باور لرم چي د علاوالرين دولت سره چي کوم چلند سوی دی هغه نه يوازي د رشت د سيمي، بلکي د ټول تاجکستان د ثبات لپاره گټور دی.»
ميرزا خواجه احمدوف زياته کړه« هغه څوک چي زموږ په هيواد کي د بهرنيانو غوښتني پلي کوي پای به يې د علاوالدين دولتوف په شان وي.»
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم