1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بنگلادېش پخوانۍ لومړۍ وزيره له لندنه د خپل هېواد په لور وخوځېده

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

د بنگلادېش پخوانۍ لومړۍ وزيره شيخ حسينه د انگلستان له پلازمېنې څخه د خپل پلرني ټاټوبي په لور وخوځېده، خو کېدای شي چې نوموړې به هلته د اختلاس او د سيالو سياستوالو د قتل په تور ونيول شی. چارواکو د بنگلادېش په پلازمېنې ډکې کې د هغې پر بيا ستنېدلو بنديز لگولی و.

https://p.dw.com/p/DKEV
مېرمن حسينه
مېرمن حسينهانځور: DW
شپېته کلنه مېرمن حسينه چې د عوامي ليگ گوند مشره ده د ابو ظبۍ د لارې په اتحاد هوايي شرکت کې الوتنه غوره کړه او غواړي چې په بنگلادېش کې د دموکراسۍ د بيا راوستلو دپاره مبارزه وکړي. په نوموړي هېواد کې دا مهال يوازې يو بېړنی او منځمهاله حکومت فعاليت کوي. مېرمن حسينه پنځه کاله تر 2001 م کاله پورې د بنلادېش لومړۍ وزيره وه.