د ایساف په رالوېدلې الوتکه کي چاته زيان نه دئ رسېدلی | دويچه ويله پښتو | DW | 12.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د ایساف په رالوېدلې الوتکه کي چاته زيان نه دئ رسېدلی

د ډي پي اې خبري اژانس په حواله په افغانستان کي د ایساف یا نړيواله سوله ساتي ځواک د رالوېدلي څرخۍ الوتکي ټول سپاره کسان ژوندي دي. ویل شوي دي، چي د پنجشبنې په ورځ په رامنځته شوې پېښه کي چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د لومړيو معلوماتو له مخې پیښه د کوم برید نتیجه نه ده. د علت په هلکه ئې پلټني پیل شوي دي.