د امنیت شوری د سوریې په اړه سبا بله غونډه کوي
۱۳۹۱ تیر ۲۷, سهشنبهپه پام کې ده چې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری به سبا یو ځل بیا سره غونډه وکړي چې د سوریې د کړکیچ په اړه یوه جوړ جاړي ته ورسیږي. انگلستان، فرانسه، المان، متحده ایالات او پرتگال غواړي چې د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ د ځانگړي استازي کوفي عنان د سولې پلان د دغه سازمان د منشور تر اومې مادې لاندې روالي. اومه مادې د امنیت شوری پر دې قادره کوي چې بندیزونه وضع کړي او د پوځي ځواک څخه کار واخلي.
خو روسیه او چین د دغه گام د اخیستو سره مخالفت کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف د لویدیځ پر هیوادونو تور لگولی دئ چې په دیپلوماتیکي توگه د ډارولو کوښښ کوي. دا په داسې حال کې ده چې په سوریه کې اوس هم د سختو جگړو راپورونه ورکړل شوي دي. په عین وخت کې د قزاقستان په لوی ښار الماتا کې د سوریې په قونسلگرې کې د اور لگیدو خبر ورکړل شوی دئ. د قونسلگرې چارواکي په دې آند دي چې برید کوونکو د پترولو یو بم د قونسلگرې دفتر ته ورغورځولی دئ. دغه قونسلگرۍ چې د ودانۍ په دریم پوړ کې وه زیاتره اسناد ئې له منځه تللي دي.