1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې دوه مشکوک غړي جلال آباد ته څېرمه نيول شوي دي

۱۳۸۵ بهمن ۱۸, چهارشنبه

د القاعدې دوه مشکوک غړي د افغانستان په ختيځ کې د امريکايي ځواکونو په وينا نيول شوي دي. د افغاني پوليسو په قول په جلال آباد کې هم د تلاشيو او پلټنو په نتيجه کې شپږ مشکوک کسان نيول شوي او يو تن وژل شوی دی. امريکايي پوځونو زياته کړه چې دغه خلک په حکيم آباد کې لاس ته ورغلي دي.

https://p.dw.com/p/DKAt
افغان پوليسو شپږ نور تنه مشکوک ترهگر نيولي او يو تن وژلی دی
افغان پوليسو شپږ نور تنه مشکوک ترهگر نيولي او يو تن وژلی دیانځور: AP
يو له بندي شويو کسانو څخه د القاعدې يوه پېژندل شوې څېره ده چې د نوموړې ترهگرې شبکې ته يې خدمت کاوه. دا جې د دوو افغاني اتباعو رول په دې سازمان کې څه دی، په دې اړه پلټنې روانې دي. د افغانستان په ختيځ کې گمان کېږي چې د القاعدې، طالبانو او اسلامي حزب جنگيالي شتون لري. دغه نيونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په لويديځ په هرات ښار کې درې تنه پوليس د بم يوې چاودنې کې مړه شوي دي چې غوښتل يې شنډ يې کړي. يو بل تن پوليس ټپي شوی هم دی.