1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان نظامي ماموريت، د انتخاباتي مبارزې يوه موضوع

۱۳۸۸ مهر ۳, جمعه

د سپټامبر پر4 يوه الماني ډګروال دافغانستان په شمال د کندوز په سيمه کښي د امريکايانو څخه هوايې مرسته وغوښتله ، ځکه چه طالبانو ددې دمخه دوه د تيلو ټانکرونه تښتولي وه .آلماني ډګروال دا بيره درلودل چه طالبان به

https://p.dw.com/p/Joqv
په کندوس کښي تر هوايي بريد وروسته آلماني پوځيان
په کندوس کښي تر هوايي بريد وروسته آلماني پوځيانانځور: AP

د تيلو د ټانکرونو څخه د بم په حيث د پوځيانو پرضد کار واخلي .

ځکه نو آلماني ډګروال د هوايي مرستي غوښتنه وکړل . خو خبره داده چې په دغه هوايي بريد کې 100ه وګړي په حق ورسيدل ، چې يو ګڼ شمير يې ملکي خلګ وه . په داسي وخت کښي چه په جرمني کښي د راتلونکي يکشنبې په ورځ انتخابات تر سره کيږي ، دغه پيښه يوه مهمه موضوع ګرځيدلې ده . تر اوسه پوري د جرمني دسوسيال ديموکراتانو او مسيحي ديمکراټانو ګوندونو په ګډه دا هلي ځلي کولې، چي د افغانستان موضوع د انتخاباتو څخه دباندي وساتي . خو اوس دا پوښتنه رامنځ ته سويده چي ، ددغه غټو پارټيو دريځ څشی دی ؟ او د دواړو تر منځ څه توپير موجود دی ؟

پدې باب د جرمني د سوسيال ديموکراټانو استازی او خارجه وزير داسي وايي ،« افغانستان تر هغه وخته پوري موږ ندی بايللی ،تر څو مونږ پرې ايښی نه وي »

د صدراعظمۍ دپاره دواړه کانديدان غواړي چې په راتلونکو 4لو کښي د افغانستان څخه د 3400اني عسکرو د راوتلو لاري چاري برابري کړي . خو دواړه د راوتلو يوه ټاکلې نيټه نه په ګوته کوي ، دواړه ژر او سمدستي راوتل هم ردوي .

د صدراعظمۍ دپاره د دواړه کانديدان تر منځ ټلويزوني مناظره
د صدراعظمۍ دپاره د دواړه کانديدان تر منځ ټلويزوني مناظرهانځور: picture-alliance/ dpa / Fotomontage: DW

دجرمني خارجه وزير بيا وايي ، « موږ د خپلو انډيوالانو په مقابل کښي ذمه واري لرو ، ددې کبله دا ممکنه نده چي ژر د افغانستان څخه واپس سو . سربيره پردي مونږ دافغانستان د اولس په مقابل کې هم يوه لويه ذمه واري لرو ، ځکه چي 30اله جنګ ډيري بدبختۍ دغه اولس ته راوړي دي ، او ددوی حقوق تر پښو لاندي سويدي . اوس راوتل دا معنی لري چه ښځي بيرته په کورو کښي بندياني سي ، نجوني مکتبو ته ولاړي نسي ، بزګران بيرته کوکنار وکري ،او ډير نور . »

صدراعظمه ميرکل بيا وايي ، « زموږ هدف دادی چي افغانستان خپل امنيت پخپله وساتلای سي . سربيره پر دې د پوليسو او پوځيانو مسلکي روزنه زياته او نوره هم پراخه کړو . ددې په باب بايد د افغانستان د حکومت او نړيوالو متحدينو سره خبري وسي ،او بيا موږ يو کوچنی فشار رامنځته ، تر څو افغانستان خپل تقدير او سر نوشت پخپله وټاکي . »

په جرمني کښي تر انتخاباتودوې ورځي دمخه هيڅ سياستمدار هم دا جرات نه کوي چي ووايي، الماني پوځيان دي تر ضرورت اضافه په عملياتو کښي پاته سي .

ساندرا / ګرديوال

کتونکي : محمد قاسم نوري