1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان لپاره د امريکا نوې ستراتيژی

۱۳۸۸ فروردین ۴, سه‌شنبه

د امریکي د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما غواړی چي په افغانستان کی د يوه بشپړ ستراتيژي طرحي په وړاندی کولو سره په دغه هيواد کی په اصطلا پخواني پاڼه واړوی.

https://p.dw.com/p/HIiA
اوباماانځور: AP

په دغه نوي ستراتيژي طرحه کي اساسي بدلون به دا وی چي امريکایان بايد له دی تصوره څخه تير شي چي دوي به په افغانستان کی د پوځي لاري څخه دغه جګړه ګټلاي شي، نو کله که امريکايان «دا تصور، چي جګړه به هرو مرو د پوځي لاري څخه وګټي، يوي خواته پريږدی، په دی صورت کی به دوي پخپله نوي ستراتيژي کي، د افغانستان د جګړي څخه د پيښی ايستلو په شمول، په ټولو امکانا تو باندی فکر وکړی».

دغه خبره اوباما د یکشنبي په ورځ د دغه هیواد CBS د تلويزيون سره په يوه مرکه کي کړيده. اوباما پخپله دغه مرکه کی دا هم وايی چي د امريکي متحده ایالتونه به په راتلونکی کي د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته زیاته پاملرنه وکړي.

Symbolbild Streubomben
اوباما په لمړی سرکی دا پریکړه وکړه چی افغانستان ته 17000 نور امریکايی عسکر هم واستویانځور: picture-alliance/ dpa

د همدی روان ميلادی کال د آګست په میاشت کی په افغانستان کی د ولسمشري ټول ټاکنی پلان شوی دي. د دي لپاره چي په دغه حساسه موقع کی په افغانستان کی د امنيتي وضع د زیات ويجاړتياو موخه نیول شوی وی، نو اوباما په لمړی سرکی دا پریکړه وکړه چی افغانستان ته 17000 نور امریکايی عسکر هم واستوی. چي د دغه عسکرو په لیږلو سره به د هندوکش په لمنه کي پروت هيواد افغانستان کی د امريکايي عسکرو شمير 55000 ته ورسیږي. دغه امریکايي عسکربه د نړيوال سوله ساتونکي هغه ځواکونو سره چي د نورو هیوادونو له خوا افغانستان ته استول شوي دي د تند لارو طالبانو او د القاعدی د سازمان په ضد مبارزی ته دوام ورکړی.

تند لاری به ونشی کړاي زمونږ په منځ کي درز واچوي :

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکي دمتحده ایالتونو خاص استا‌ذي ريچاد هولبروک پرون په بروکسل کی د ناتو نوروغړيو هيوادونو ته د افغانستان په هکله د خپل هيواد د نوی ستراتيژي طرحی مهم ټکي تشريح کړی دي. هولبروک لمړي په بروکسل کی د ناتو د لوي منشی دي هوپ سخيفر سره کتلی او بياپه بروکسل کی د ناتو د نورو غړیو هیوادونو دسفيرانو سره. هولبروک Guardian په نامه د انګريزی ژبي ورځپاڼۍ هغه خبر چی ويل شوي و، امريکايان او اروپايي متحدين يی غواړی په افغانستان کی د ځواک د انډول د برابرولو لپاره د ولس مشر حامد کرزی تر څنګ په افغانستان کی د یوه لمړي وزير د ټا کلو امکانات هم برابر کړی يوه آوازه بللي.

Reuter/ ضياالحق فضلي

کتونکی: وردګ