د افریقایي کډوالو په هکله د اروپایي محکمې د پرېکړې هرکلی وشو | دويچه ويله پښتو | DW | 24.02.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د افریقایي کډوالو په هکله د اروپایي محکمې د پرېکړې هرکلی وشو

د بشری حقونو سازمانونو په بیړیو کې د راغلو افریقایي کډوالو په اړه د اروپایي محکمې د پرېکړې څخه هرکلی وکړ. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارۍ د کډوالو سره د دولتونو د چلند په هکله د مسئولیتونو پر غاړه اخیستل، د پرمختګ یو مهم ټکی وباله. د بشری حقونو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان اعلان وکړ چې دغې محکمې د کډوالو د ساتلو له پاره مهم ګام پورته کړ.

په شتراسبورګ کې دغې محکمې د ایتالیا د هیواد د هغه کار پر ضد عکس العمل ښکاره کړ چې ۲۴ تنه افریقایي مهاجر ئې په کښتۍ کې بیرته لیبیا ته استولي دي. د شتراسبورګ د محکمې قاضیان وایي چې د هغو سره غیرانساني چلند سوی دئ.