د اروپایي ټولنې د بهرنیو او دفاعي چارو وزیران غونډه کوي
۱۳۹۱ آبان ۲۹, دوشنبهاعلان
نن په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو او دفاعي چارو وزیران په غزې کې د رامنځ ته شوي کړکیچ په اړه غونډه کوي. زیاته شوي ده چې په دغه غونډه کې به د نوموړي کړکیچ د سیاسي لارې حل ته د رسیدو په اړه سلا مشوره وشي.
خو د اروپایي ټولنې دغه ۲۷ غړي دولتونه د فرانسې د دې غوښتنې په سر یوه خوله نه دي چې د سوریې اپوزیسیون ته چې د بشارالاسد د رژیم پر ضد جنگیږي دې وسلې ورکړل شي. دغه غوښتنه د ډیری دولتونو له لوري رد شوې ده. پر دې سربیره د بهرنیو او دفاعي چارو د وزیرانو د غونډې یوه بله موضوع د مالي هیواد وضعیت دی. د دغه هیواد شمالي برخه سخت دریځه اسلامپالو تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.