1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني څارونکي ډلي په ګرستان کي خپل ماموريت پيل کړی

۱۳۸۷ مهر ۱۰, چهارشنبه

په واقعيت کې د اروپايي ټولني هغه 340 تنه څارونکی چې نن په ګرجستان کې په خپل کار پيل وکړی، لکه دديواله نه د آخوا غوندې ميلمانه دی

https://p.dw.com/p/FSMT
د اروپايي ټولني څارونکې ډله
د اروپايي ټولني څارونکې ډلهانځور: picture-alliance/dpa

د روسيې د ځواکونو مشر د اروپايي ټولنې له 22 هيوادونو څخه ځارونکی له پولې آخوا نه پريږدی. خو دوی ته ددې حق ورکړ شوی چې په سهيلی پوله په يوه امنيتي ساحه پهره وکړی، چې هرڅوک د ورتلو اجازه نه لری. روسيې د پوځ يو وياند چې ځان د سولې د راوستو قطعه بولی وايي چې د ځای پر ځای کيدو په هر تم ځای کې او هر دفتر کې به 70 تنه پوځی ځارونکی وی.دوی د 22هيوادونو استازيتوب کوی. ددوی صلاحيت د امنيتی ساحې د وضعې څارل دی.

د روسيې پوځ نه يوازٍي له ګرجستان سره پوله څاري بلکي په ابخازيا او جنوبي اوسيتيا کې ځواکونه ځای پر ځای دي.د ملګرو ملتونو په وړاندي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف يوار بيا ټنګار وکړی چي ابخازيا او جنوبي اوسيتيا د روسيې څخه د مرستي غوښتنه کړې ده.

هغه وايي:د ابخازيا او سهيلي اوسيتيا راتلونکې په هغو تړونو پوري تړلې ده چي موږ سره کړي دي. که د ولسمشرانو ميدويدف او سرکوزي پلان عملي سي، نو په دغو جمهوريتونو کي به حالات مطمين سي.»

د اروپايي ټولني لومړۍ څارونکي ډلي په کار پيل وکړی
د اروپايي ټولني لومړۍ څارونکي ډلي په کار پيل وکړیانځور: picture-alliance /dpa

د اروپايي ټولني د څارونکو لپاره په هر يو جمهوريت ابخازيا او جنوبي اوسيتيا کي د 3800 تنو سرتيرو ځای پر ځای کول د منلو وړ نه دي.

ولسمشر ميدويدف وايي:« زموږ د نده په ابخازيا او جنوبي اوسيتيا کي د امنيت راوستل دي. موږ په ځانکړو برخو کي تر پوځي برخو له دوی سره ملاتړ کوو.»

د اروپايي ټولني څارونکي يوازي په سيمه کي پهره کولای سي. او کتلای سي چي ښايي کوم د ورسيې ځواکونه په ګرجستان کي شته او که نه.

دايوه ډيره ستونزمنه دنده ده. ځکه پولي ته نژدې هم وژونکي بانډونه سته چي په وارو وارو يې پر ګرجستاني پوليسو ډزي کړي دي. د اروپايي ټولني ددغه ماموريت آمر آلمانی ډيپلوماټ هانس يورګ هابر، د يوې ستونزمني اوسختي دندي څخه يادونه کوي. خو د هغه برياليتوب يا ټنګښت او د عادي حالت راوستل مطمين نه دي.

د روسيې او ګرجستان اړيکي نوري هم سړې پاتيږي. داچي ګرجستان د روسيې سره خپلي ډيپلوماټيکي اړيکي وشلولې نو د روسيې ډيٍپلوماټان به هم نن ددغه هيواد د پلازمېني تبليسي څخه په يوه الوتکه کي د دغه هيواد څخه ووځي.