1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د احمدي نژاد د پارونکې وينا په اړه د وېسترويله غبرګون

۱۳۸۹ مهر ۳, شنبه

داسې ويناوې چې خلک سره يو ځای کوي، او هغسې ويناوې چې خلک سره بېلوي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وېسترويله په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ترڅ کې دواړه ډوله وليدل.

https://p.dw.com/p/PMTF
احمدي نژاد په نيو يارک کې يوه ډېره پارونکې وينا وکړه
احمدي نژاد په نيو يارک کې يوه ډېره پارونکې وينا وکړهانځور: AP

په داسې حال کې چې د متحده آيالتونو ولسمشر بارک اوباما وينا کوله، وېسترويله پخپله د عمومي غونډې په تاريخي تالار کې ناست و او لاسونه يې پړکول.

«دا وينا له ژمنتيا ډکه وه، هم د نژدې ختيځ د سولې د بهير په برخه کې او هم ايران ته د خبرو اترو او همکارۍ د يو وړانديز په برخه کې.»

خو دغه وړانديز د ايران ولسمشر ونه مانه، بر عکس. هغهُ د يولسم سپتامبر په اړه حيرانونکې داسې خبرې کولې چې ګويا د امريکې د متحده آيالتونو حکومت دغه بريدونه پخپله تر سره کړي وي. وېسترويله په دې وخت په تالار کې تشريف نه درلود، بلکې يو بل آلمانی ديپلومات چې هغه هم له تالاره ووت. لږ تر لږه ۳۳ حکومتي پلاوي د احمدي نژاد د وينا پر مهال له تالار څخه ووتل، چې په هغو کې د آلمان پلاوی هم راتهّ.

ډېر حکومتي پلاوي د ايران د ولسمشر د وينا پر مهال له تالاره ووتل
ډېر حکومتي پلاوي د ايران د ولسمشر د وينا پر مهال له تالاره ووتلانځور: AP

د آلمان د بهرنيو چارو وزير خپله کرکه څرګنده کړه.

«موږ په تاسف سره وايو چې د ايران ولسمشر د امريکې د ولسمشر لخوا ورغځېدلی لاس نه دی منلی. د احمدي نژاد وينا نه يوازې بې منطقه ده، بلکې احساسات يې هم ژوبل کړي دي. موږ دغه ډول يوه وينا په هيڅ صورت نه شو زغملی.»

داسې ښايي چې د ايران ولسمشر ته کال په کال د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د حاضرينو پارول خوند ورکوي. دغه ترخه تبصره د «نيو يارک ټايمز» ورځپاڼې کړې ده. د احمدي نژاد تر راڅرګندېدو وړاندې لويديځ ته له ايران څخه داسې نښې او زيګنالونه رارسېدل چې د اتومي لانجې په سر به ښايي خبرې وشي. ځکه نو دغه وينا له پخوانو څرګندونو په نسبت بېخي په تضاد کې راځي.

«موږ هيله لرو چې د ايران ولسمشر به د دغو ترخو خبرو د لارې غوښتل چې د ايران په دننه کې چا ته خطاب وکړي، هيله ده چې دی به د خبرو اترو د بېرته پيلېدو له لارې څخه نه اوړي.»

داسې ورته يو سرخوږی نړيوالې ټولنې ته د نژدې ختيځ وضع هم جوړوي. بارک اوباما په خپله وينا کې تر ټولو زيات وخت همدې موضوع ته وقف کړی و. په اسراييليانو او فلسطينيانو باندې د غږ کولو تر څنګ د ده خبرې ستړې هم ايسېدلې. اسراييليانو ورته غوږ نه شو نيولای ځکه چې د يهودانو د رخصتۍ د يوې ورځې په خاطر د هغوی ځايونه په تالار کې خالي پاتې شوي ول. خو د اوباما دا غوښتنه چې اسراييل دې د فليسطينيانو په سيمو کې استوګنځايونو جوړول بند کړي، په نيو يارک کې پر له پسې تکرارېده. د آلمان د بهرنيو چارو وزير داسې يوه غوښتنه وکړه.

«د مېشتېدنې فعاليتونه بايد ودرول شي. دغه خنډ بايد جدي وګڼل شي. د سولې خبرې اترې کېدای شي په برياليتوب سره بشپړې شي.»

ليکونکي: وېرکهويزر، صابر

کتونکی: احمدولي اڅکزی