1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دمشق: د ملگرو ملتونو د څارونکو پر قطار باندې بمي برید وشو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14wFA

د ملگرو ملتونو د سولې څارونکې ډله په سوریه کې د تاوتریخوالي سره مخ شوې ده. د هغوی یو موټر چې د سه شنبې په ورځ د مرکزي ښار خان شایخون پر لور روان وو د یوه بمې برید قرباني شو. خو په دغه پېښه کې کوم څارونکی زیانمن شوی نه دئ. د راپورونو له مخې دا پیښه څو دقیقې وروسته تر هغې رامنځ ته شوه چې د سوریې دولتي ځواکونو د جنازې پر مراسمو ډزې وکړې چې پکښې شاوخوا ۲۰ تنه ووژل شول.