1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جورج فولتن نور د پاکستان سره مخه ښه وکړه

۱۳۸۹ اسفند ۲۰, جمعه

ډیری پاکستانیانو هغه سړی نه دی هیر کړي چی په مات او ګډوډ اردو سره به یی د «جورج کا پاکستان» خپرونه جوړوله. جورج فولتن د برتانیی یو پیژندل شوی خبریال دی چی د کلونو راهیسی یی په پاکستان کی ژوند او کار کړی دي.

https://p.dw.com/p/R8P3
جيورج فولتن پاکستان الاصله بريتانوی دی
جيورج فولتن پاکستان الاصله بريتانوی دیانځور: Fulton

جورج د پاکستان سره خپله رابطه د خپلی حرفی څخهلوړه او عاطفی بولې.

کله چی هغه پاکستان ته ولاړ، هغه د یوې پاکستانۍ خبریالۍ سره واده وکړ. نوموړی همهلته پاتی شو او د پاکستان تابعت ورته ورکړل شو.

خو اوس فولتن په پاکستان کی نه دی. بالاخره د برتانیی دي مشهور خبریال خپل ګران هیواد پاکستان سره خدای پامانې وکړه.

قریب هره ورځ په پاکستان کی یو انتحاری برید تر سره کیږي، چی په پایله کی یی په لسګونو کسان ټپیان او وژل کیږي. فولتن په دې باور دی چی پاکستان لپاره هیڅ راتلونکی وجود نه لری.

هغه وایی :« زه وینم چی پاتی دولت هم ډیر په کراری په ختمیدو دی، او د پاکستان اقتصاد هم د له منځه تللو په درشل کی دی. ګمان کیږي چی د پاکستان انتخابی او دیموکراتیک حکومت د پوځي ځواکونو او یا هم د یو قدرت مند لخوا د له منځه تللو په حال کی دی.»

جورج فولتن باور لری چی د پاکستان کړکیچن سیاسی او اقتصادي وضه به دا هیواد د بربادۍ په لور بوزی.

« اټکل کیږي چی په راتلونکی 20 کلونو کی به د پاکستان نفوس 80 میلیونو ته ورسیږي. تقریبآ دری پر څلورمه برخه د ټول نفوس 30 کلن او نیمایی د ټول نفوس 21 کلن عمرونه لري، نو له دی امله د ځوانانو یوه لویه ټولنه بیسواده، نا راضه او عصبانې مخ په زیاتیدو دی. د دی ټولو مسایلو سربیره د اوبو او خوراکی موادو د کمښت ستونزه رامنځته کیږی، چی دا د تراهګرو له پاره یوه ښه بهانه ده چی په دی توګه کولی شی په پاکستان کی بی شمیره کسان خپل ملګری کړي.»

فولتن وایی :پاکستان ډیر پیچلۍ جوړښت لری، نو ځکه ډیره ستونزمنه ده چی ورسره مرسته وشی.

« پاکستان داسی یو هیواد دی چی د قوم، ژبی ، او نژاد په اساس جلا شوی دی. دا داسی شیان دی چی نشی کولی یووالۍ رامنځته کړي. پخوا به پوځ دا رول لوبولو او یا هم کرکټ چی د خلکو تر منځ به یووالې رامنځته شو، خو دا شیان کافی نه دي چی یو هیواد پایداره وساتی. په حقیقت کی کله چی په 1971 کال کی د یو مسلمان هیواد په حیث د پاکستان د جوړیدو نظریه ناکامه شوه، بیا نو د پاکستان د ممتاز قشر لپاره د پاکستان د عوض کیدوآینده موجوده نه وه او هیڅ داسی کوم اساس نه وو چی پاکستان په هغه ودریږي. هغو هیوادونو چی خپلی ګټی یی په پاکستان کی لیدلی دغه هیواد یی متاثره ، او لاسوهنه یی پکی وکړه. که هغه امریکا وه او یا سعودی عربستان ، او یا هم د پاکستان دننه اسلامی ډلی او که پوځ . دوی د شروع څخه هیڅ کوم بل عوض نه درلود.»

جوج فولتن په پاکستان کی د بی بی سی خبریال وو چی د « د پاکستان تودی خبری» او د« د پاکستان د پوښتنی وخت» سیاسی خپرونی یی دی شبکی ته تیارول.

خو هغه د جیو په تلویزیونی شبکه کی د« جورج کا پاکستان » د خپرونی په وجه ډیر مشهور شو. جورج کا پاکستان داسی یوه خپروه وه چی په هغه کی نوموړی د یو 27 کلن لویدځ وال ځوان په توګه د پاکستان د مختلفو برخو ته د سفر پرمهال په داسی کارو لاس پوری کوی چی یو پاکستانی باید دا کار کړی وایی . هغه لکه د پاکستانیانو جامی اغوستلی ، پخلی یی کاوو، غوا به یی لوشله او داسی نور...

په حقیقت کی پوښتنه دا وه چی آیا جورج کولی شی په 13 اونیو کی یو پاکستانی شی؟

د « جورج کا پاکستان » د خپرونی په پای کی بالاخره 65 فیصده پاکستانیانو وویل چی هغه پاکستانی شوی دي. څه موده وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغه ته د پاکستان تابعت ورکړ.

توماس بېرتلاين / شمس الرحمن ناصر

کتونکی: احمدولي اڅکزی