تر کمنستان به اروپاته د ګازو او تيلو د صادرولو په لاره کي ډيري هلي ځلي وکي | آلمان او نړۍ | DW | 26.02.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

تر کمنستان به اروپاته د ګازو او تيلو د صادرولو په لاره کي ډيري هلي ځلي وکي

د ترکمنستان جمهورريس قربان ګل د جرمني د اقتصاد د وزير ميشايل ګلوس سره د خبرو پروخت په عشق آباد کي وويل، چي دا مهمه ده چي د خارج سره اقتصادي روابطو ته پراختيا ورکول سي.

د ترکمنستان ګاز به آذربايجان او وروسته اروپا ته ولېږل سي.

د ترکمنستان ګاز به آذربايجان او وروسته اروپا ته ولېږل سي.

د پخواني شوروي اتحاد د جمهوريتونو څخه تر روسيې وروسته ترکمنستان تر ټولو ډير د تيلو ګازو ذخيرې لري.

اروپايي ټولنه هيله مندي لري چي په څو کلوکي به د ترکمنستان ګاز د کسپين د بحيرې د لاري آذربايجان ته او د هغه ځاي څخه به بيا د پايپ لاين په واسطه اروپاته ولېږل سي.