1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايسا: په سلهاوه انجوګاني د منحليدو سره مخ دي

۱۳۹۰ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

د پانګوني څخه د ملاتړ اداره ( ايسا) وايي شاوخوا ۱۵۰۰هغه شرکتونه او انجوګاني چي د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګيدو وروسته جوړي سوي د منحليدو له ګواښ سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/RFWr
انځور: DW

د ايسا چارواکي وايي دغو شرکتونو له تيرو دريو کلونو راهيسي خپله دولتي ماليه نده تحويل کړې او په ورته وخت کي يې جوازونه هم ختم سوي دي.

اوس په افغانستان کي په زرګونه بيلا بيل خصوصي شرکتونه او انجوګاني په مختلفو برخو کي په فعاليت بوختي دي.

د پانګوني څخه د ملاتړ ادارې مشر نورالله دلاوري د رسنيو سره په خبرو کي وويل، هغه شرکتونه چي د منحليدو له ګواښ سره مخ دي لس سلنه يي بهرني دي.

دلاوري د دغو شرکتونو مشرانو ته ګواښ وکړ چي د افغانستان د پانګوالۍ عالي شورا پريکړه په دغه برخه کي ډيره جدي ده.

« هغه شرکتونه چي د منحليدو له ګواښ سره مخ سوي شميره يي تر۱۵۰۰ اوړي، چي يو سل او شپيتو يي خپل جوازونه تمديد کړي، ۳۰۲ يي خدماتي شرکتونه دي، ۷۸۶ يي ساختماني دي او پاته نور يي صنعتي شرکتونه دي».

په ورته وخت کي د ماليي وزارت چارواکي هم ورته خبره کوي. ددغه وزارت وياند عزيز شمس دويچه ويله ته په يوه ټليفوني اړيکه کي وويل چي له ايسا ادارې سره ډيری راجستر سوي شرکتونه حکومت ته د ماليي له ورکولو ډډه کوي.

شمس د ايسا ادارې له مشرتابه غوښتنه وکړه چي ژر تر ژره د راجستر سويو نا دولتي ادارو او شرکتونو له مشرانو سره اړيکه ونيسي تر څو خپل قانوني او حقوقي مسلې له حکومت سره هواري کړي.

خو د ايسا ادارې مشر وايي چي وروستۍ پريکړه د پانګوني د عالي شورا په راتلونکې غونډه کي کيږي.

د پانګوني د ملاتړ ادارې هغه شميرې چي دويچه ويله ته يي په واک کي ورکړي ښيي چي شاوخوا ۲۲ زره بيلا بيل کورني او بهرني شرکتونه دمګړۍ له دوی سره ثبت او راجستر دي.

د دغو شرکتونو له ډلي څخه ديرش سلنه يې په بهرنيانو پوري اړه لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل