1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د شخصي استخباراتي شرکتونو په مرسته د مقاومت کونکو د موندلو په لټه کي ده

۱۳۸۸ اسفند ۲۴, دوشنبه

امريکا په افغانستان او پاکستان کي د مقاومت کونکو د پيدا کولو لپاره د CIA يو شمېر پخواني کارکونکي استخدام کړي دي...

https://p.dw.com/p/MTdj
د امریکا د متحده ايالاتو جمهورريس بارک اوباما د CIA د مشر سره
د امریکا د متحده ايالاتو جمهورريس بارک اوباما د CIA د مشر سرهانځور: picture alliance/dpa

دغه خبره د مارچ دمیاشتی په 15نېټه نيویارک تاميز په افغانستان کي د یوه امريکايي پوځي استازي د خولي څخه چی د خپل نوم د اخيستلو څخه يې ډډه کړې، خپوره کړې ده.

په خبرکي ويل سوي دي، چی امریکایان هم په افغانستان کي دننه او هم په قبايلي سيمو کي د اسلامي لارښونکي مشرانو په لټه کي دي، او دغي موخي ته د رسيدو لپاره امریکایانو دCIA يو شمېر پخواني غړي استخدام کړي دي.

ددغه استخدام سوي جاسوسانو دنده داده چي دوی د مقاومت کونکو د استوګنځايونو او موقعیتونو په هکله معلومات راغونډ او د امريکاینو په اختیار کي يې ورکړي، او بيا ددغه معلوماتو څخه امریکايي پوځي واحدونه او ددوی استخباراتي څانګي په افغانستان او پاکستان کي د خپلو عملیاتو او د بې پيلوټه الوتکو د عملیاتو لپاره استفاده ځني کوي.

د امریکا متحده ایالات په تيره بيا په قبايلي سیمو کي د القاعدې او طالبانو پر ګوماني ځایونو باندي د بې پیلوټه الوتکو په واسطه عملیات تر سره کوي.

په افغانستان کي د امريکايانو کوم پوځي استازي، چي نیویارک ټایمز ته يې دغه معلومات ورکړي دي، وايي دا لانده څرګنده، چي ددغه شخصي جاسوسانو د کار څارنه د چا له خوا کيږي.

اساً امریکايي وسله وال ځواکونه دا حق نه لري، چي د انفرادی جاسوسي شرکتونو په واسطه د خپلو عملیاتو د پرمخ بيولو لپاره معلومات راغوڼد کړي، او له بله پلوه ددې امکان هم سته، چي د جاسوسۍ ددغه شخصي شرکتونو تمويلي مسايل قانوني بنسټ ونلري او ددوي لپاره مصرف په یوبل نامه سره اعلام کړاس سي.

AFPD/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل