1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الونسو : هسپانيه د جرمني سره د يوې سختي مقابلې انتظار کوي

۱۳۸۹ تیر ۱۴, دوشنبه

تقريباً د يوې مياشتي راهيسي په جنوبي افريقا کښي د فټبال نړيوالي مسابقې جريان لري ، چه څو ورځي وروسته به پای ته ورسيږي

https://p.dw.com/p/OBKW
انځور: DW

تقريباً د يوې مياشتي راهيسي په جنوبي افريقا کښي د فټبال نړيوالي مسابقې جريان لري ، چه څو ورځي وروسته به پای ته ورسيږي .

اوس چه د فټبال د 32 ټيمو څخه فقط 4 ټيمونه پاته دي ، نو سبا به هالينډ د يوروگوای او بل سبا به جرمني د هسپانيې په مقابل کي مسابقې سره وکي . کله چه د مسابقو دغه دوره خلاصه سوه ، بيا به نو د آخري پلا دپاره په راتلونکي سه شنبه او چار شنبه د اول ، دوهم او دريم مقام دپاره يو دبل سره مسابقې وسي ، او جهاني قهرمان به د 4 کلو دپاره تعين سي .

ددغو 4 ټيموتر منځ د مسابقو د گټلو په باب د فټبال کارپوهان مختلف نظرونه لري ، چه ځيني وايي هسپانيه به جرمني يوسي ، او ځيني يې برعکس فکر کوي .

همدارنگه د يوروگوای او هالينډ په باب هم عين نظرونه موجود دي .

د هالينډ د فټبال د ملي ټيم ټرينر بِرت وان ماويک د جنوبي امريکا ټيم ، يعني يوروگوای ضعيفه نه بولي ، اووايي چه ،

«دغه ټيم د مقابلې استعداد لري ، او ډير تکړه دی . »

خو بيا د فټبال د نړيوالي اتلولۍ جرمني کارپوه اولاف ټون په دې نظر دی ، چه هالينډ د فټبال يو قوي ټيم لري . دی وايي ،

«په واضح ډول سره به يې هالينډ يوسي . دوی په آسانۍ سره کولای سي يوروگوای ته ماته ورکي ، او آرين روبن به بيا هم گولونه ولگوي . په بله خوا ، يعني يوروگوای کښي ډييې گو فورلان به ډير څه ونسي کولای . په دې خاطر هم زه گمان کوم چي په فيناله کښي به هالينډ د جرمني سره مخامخ سي . »

Fußball WM Argentinien Ankunft in Buenos Aires FLash-Galerie
انځور: dpa

دا خبره تر ډيره حده پوري سمه ده، ځکه چه هالينډيانو د فټبال د نړيوالي اتلولۍ په دغه 19 دوره کښي تر اوسه پوري هيڅ بازي نه ده بايللې ، خو واقعأ يې ښې ، تخنيکي او خوندوري بازياني هم ندي کړي .

ليکن بيا د هسپانيې د ټيم څخه الونسو د انگلستان او ارجنټين په مقابل کي د جرمني د مهارت او تخنيکي بازۍ تر اغيزي لاندي راغلی دی ، اووايي ،

«د جرمني ټيم خپل ځان ډير ښه کړی دی ، او د هغه په مقابل کي د يوې سختي مقابلې انتظار کوم . »

Flash-Galerie Trainer Reaktionen WM 2010 Südafrika
انځور: AP

جرمني – فرانسوي ليکوال او د سياسي علومو پوه الفريد گروسر د فټبال په نړيواله اتلولي کښي د جرمني د ملي ټيم راظاهريدل او ځليدل د جرمني د سياست دپاره هم يو ښه چانس بولي ، او فټبال ته د سياست سره پيوند ورکوي . دی وايي چه سياستمداران بايد د فټبال څخه زده کړه وکړي ، چه څنگه د يوه ټيم دپاره په گډه سره کار کوي . دی وايي چه ما صدراعظمه انگيلا ميرکل هيڅ وخت دونه خوشاله نه وه ليدلې ، لکه د ارجنټين په مقابل کي د جرمني د مسابقې پر وخت .

ددې تر څنگ دي په دې عقيده دی ، «څنگه چه د جرمني د فټبال په ملي ټيم کښي ډير خارجيان او مهاجرين شامل دي ، نو بايد جرمنيان په دې پوه سي ، چه جرمني د مهاجرينو يو هيواد دی .

Fußball WM 2010 England Deutschland Flash-Galerie
انځور: AP

د هسپانيې سره دجرمني په مسابقه کښي به ددغه ټيم تکړه او ځوان فارورډ توماس مويلر ددووژيړوکارټو د اخيستلو له کبله گډون ونکي ، او معلومه نده ، چه کاکاو به يې په عوض کښي ورداخل سي ،او که بل څوک .

Fußball WM 2010 Südafrika Portugal gegen Nordkorea Flash-Galerie
انځور: AP

د جرمني او هسپانيې د مسابقې په باب د جرمني د ټيم تکړه فارورډ کلوزه ، چي تر اوسه پوري يې دفټبال په دغو نړيوالو مسابقو کښي 4 گولونه لگولي دي ، وايي چه که څه هم هسپانيه اوس د اروپا يو قوي ټيم دی ، خو موږ به هغه يوسو . دی وايي ،

« د هسپانيې په مقابل کي به موږ ميچ يوسو ،او موږ به ددوی ټيم په دقيق ډول سره تحليل او تجزيه کو ، ددوی ضعفونه به پيدا ، او بيا به کوښښ وکو چي د هغه څخه استفاده وکو . »

کالا کوپس /محمد قاسم نوري

کتونکي : فضلي