1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني د غزې په تراډه کي د 48 ساعته اوربند وړانديز کړی

۱۳۸۷ دی ۱۱, چهارشنبه

تيره ورځ په نيويارک کي هم نړيوالو په منځني ختيځ کي د اور بند د ټينګولو هڅي وکړې او اروپايي ټولني په پاريس کي د يوې بيړنۍ غونډي په ترځ کي د وسلو د بېله څنډه درولو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/GPsZ
د فرانسې او هسپانيې د بهرنيو چارو وزيران د پاريس کي د اروپايي ټولني په بيړنۍ غونډه کي
د فرانسې او هسپانيې د بهرنيو چارو وزيران د پاريس کي د اروپايي ټولني په بيړنۍ غونډه کيانځور: AP

د پاريس په عاجله غونډه کي چي د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون جوړه شوه، د لوکزامبورک د بهرنيو چارو وزير يين اسيلبورن وويل:« زه فکر کوم چي اروپايي ټولنه بايد همدا نن بيګا له پاريس څخه خپل روښانه موقف څرګند کړي. ددواړو خواوو زورزياتی بايد وغندل سي.»

« لومړی بايد سړی پوه شی، چې دلته په پاريس کې هم لکه د نړی په بل هيڅ ځای کې، يوه دکمه شته، چې يو سړی يا يو هيواد يي کيکاږلی شی. څو دغه وحشيانه عمل ته خاتمه ورکړی.»

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو او نورو ديپلوماتانو په پاريس کې د حماس د اسلامی بنسټپالې ډلې څخه وغوښتل چې په اسراييلو د راکټونو ويشتل د «اوس اوتل» لپاره بند کړی. اسراييل هم بايد له خپلې خوا د غزې په تړانګه پوځی عمليات ودروی. دغه راز د اروپايي ټولنې استازو غوښتنه وکړه د غزې په تړانګه کې پرګنو ته د بشری عاجلومرستو پر مخ پولې خلاصې کړی. اروپايي ټولنه وايي چې ددې لپاره بايد په رفعه کې د اروپايي ټولنې سرحدی مأموريت بيرته فعال شی. دغه راز اروپايي ټولنه ، څرنګه چې خپله يي ويلي، غواړی ډير زر د وزيرانو يو هيأت منځني ختيځ ته وليږی.

په داسې حال کې چې د اسراييلو سمندری ځواکونو د سې شنبې په ورځ د نړيوالو سوله ساتونکو د مرستې د توکو يوه بيړۍ چې د غزې په جګړه کې ښکيل تړانګې ته د ورتګ په حال کې وه، په بندر کې ودروله. د بيړۍ سپرلۍ وويل چې د اسراييلو سمندری ځواکونو بيړی محاصره اوخرابه کړه .

د بهرنی ادارې وياند جيګال پالمور د سی ان ان خبری ټلويزيون ته وويل:«بيړی بايد نه وای درول شوی. څه شې چې پيښ شول د بيړيو د ټکر سبب شول. دا د اسراييلو له خوا سم کار نه وو.»

له بلې خوا د اسراييلو ددفاعی چارو وزير ايهود بارک د فرانسې وړانديز ته د 48 ساعته اوربند په هکله مثبت ډول عکس العمل ښکاره کړ. دده يوه وياند وويل چې دی د ابتکار پلوﺉ دی. خو څرنګه چې ويل کيږی، په همدې مهال د اسراييلو پوځ پريکړه وکړه چې د غزې په تړانګه د يوه ممکن بريد لپاره تياری ونيسی. د اسراييلی پوځ وياندې اويتال لايبوويڅ د ځمکني بريد په اړه ټينګار وکړ .« ځمکنی پوځ تيار دی.»

د آلمان د پوځ يو پخوانی څيړونکی کلاوس نويمن د غزې په تړانګه کې د يوې ځمکنی جګړې امکان مهال ګڼي.

څرنګه چې عينی شاهدان وايي داسراييلو هوايي پوځ تيره شپه بيا هم د غزې په تړانګه د حماس په ودانيو هوايي بريدونه وکړل، چې حد اقل يو فلسطينی ډاکټر پکې وژل شويدی.