اروپااو جرمني ته د سياحت او ويزې اخيستلو په لار کي خنډونه | آلمان او نړۍ | DW | 29.01.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

اروپااو جرمني ته د سياحت او ويزې اخيستلو په لار کي خنډونه

فاطمه غواړي اروپا ته فقط د تفريح او چکر دپاره خپلو دوستانو ته ولاړه سي . دې د ‌ډيره وخته راهيسي دغه ډول سياحت ته خوشالي کوله ، او قونسلګرۍ ته يې د سفر کولو ټول لازم اسناد ورکړي دي ، مثلأ ددې د کار کولو اسناد

default

د طيارې ټکټ ، د 3 وروستيو مياشتود بانکي حساب اسناد ، د بيمې سند ، د پاسپورټ او تذکرې فوټو کاپياني ، د سفر د بيمې سند ، 60 ايرو ، دعوت نامه ، او په اروپاکي يې د دوستانو د کار او معاش سندونه . خو دغه ګرده کفايت نه کوي . دا وايي،

« دوی زما دغه ګرده اسناد ونه منل ، ځکه هميشه به يې يو بل سند غوښتي . زه بايد هميشه هلته ورسم ، او سهار وختي د قونسلګرۍ په مخکي په نوبت کي ودريږم ، تر څو د ملاقات دپاره وخت واخلم . دا ځکه چه قونسلګرۍ په کافي اندازه مامورين نلري . »

فاطمه بايد د قونسلګرۍ مامورينو ته د ډيرو پوښتنو جوابونه ووايي . مثلأ د کار ، فاميلي حالت ، اروپا ته د تلو علت او نور . او بيا نو ورسته بايد انتظار وباسم .

د ويزې پلاس راوړل د ډيرو مراکشانو دپاره د يوې بې عزتۍ په معنی ده . دوی ددوهمي درجې دخلګو احساس کوي ، ځکه چه د اروپايي ټولني اتباع چه غواړي مراکش ته ولاړ سي ، کولای سي رأساً په طياره کښي کښيني ،او ولاړ سي . دوی ويزې ته هم ضرورت نلري .

خو د ويزې ورکولو دغه سخت جريان د غير قانوني مهاجرينو او پناه غوښتونکو د موضوع سره ارتباط لري . ځکه چه اکثره مهاجرين اروپاته د سختو لارو ، مثلأ د لاريانواو کښتيانو د لاري اروپاته نه راځي، بلکه کاملأپه قانوني ډول د يوې ټورسټي ويزې په اخيستلو سره اروپا ته راځي، او هلته پاتيږي .

اروپا په خپل مهاجرتي سياست کښي تمرکز زيادتره د خپلو خارجي سرحدو ساتني ته رااړوي . خو په رباط کښي د اقتصاد پروفيسر مهدي لالو هغه يوه غلطي بولي ، اووايي چه اروپا بايد د مهاجرت د چانس څخه نوره هم ډيره استفاده وکي ،

دی وايي ،

« د کار د قواوو مهاجرت ډير مهم دی ، خاصتأ د اروپا د اتحاديې دپاره . ځکه چه اروپايي جوامع او د کار قواوي زړې سوي دي . دوی د کار ځوانو قواوو ته ضرورت لري ، او ډيرو زياتو ته . »

او ځواني د کار قواوي په مراکش کښي په کافي اندازه وجود لري .

پدې خبره باندي د اروپايي ټولني سياستمداران هم پوهيږي . دوی په وارو وارو سره د موسمي کارګرانو،او يا د مسلکي او فني قواوو دپاره د ويزې پر آسانه کولو باندي خبري کوي . خو د کارګرانو پر مهاجرت باندي موافقه لا تر اوسه په پلان کي نده .

دوګه مارس/

کتونکی : محمد قاسم نوري

اړوند مطالب