یونان د سپما نوي پلانونه تصویب کړل
۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبهاعلان
د یونان پارلمان د دې هیواد د دولت د سپما نوي پلانونه تصویب کړي دي او په دې ترتیب سره یې د دې هیواد له خوا له اروپايي ټولنې څخه د نورو مرستو د ترلاسه کولو له پاره لاره هواره کړې ده. د سپما په نوو پلانونو کې د مالیاتو لوړیدل، د لګښتونو رالویدل او همداراز د کارکوونکو په استخدام او د هغوی په له کاره ایستلو کې د لا ډیر سهولت راوستل شامل دي.
د سپما دغه پلان په داسې حال کې تصویب شو چې په زرهاو مظاهره کوونکو د پارلمان پر وړاندې د هغه پر ضد مظاهرې کولې. پولیسو هم پر مظاهره کوونکو باندې اوښکې بهوونکی ګاز او اوبه پاشولې چې هغوی سره تیت او پرک کړي.
د یونان لومړي وزیر ویلي دي چې د سپما دغه پلانونه ښايي سخت وبریښي، خو د هغه په اند دا د یونان له پاره د بیرته وده کولو په لور مهم ګام دی.