گوتنبرگ: د افغانستان ماموريت لومړيتوب لري
۱۳۸۹ شهریور ۷, یکشنبهد مسيحي سوسيال او مسيحي ديموکرات ، CSU/CDU، د اتحاد دغه دواړه سياستوالانو وغوښتل چي په لومړي سر کي په مزار شريف کي د آلمان د پوځ په هډه کي د پوځي ماموريت په هکله د لومړي لاس معلومات تر لاسه کړي.
هغوئ ته دغه ډول معلومات د افغانستان په شمال کي د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک آيساف د سيمه ايزي قومانداني د آمر، آلماني جنرال، هانز ورنر فريتڅ له خوا ورکړل سول.
دغه جنرال په خپله يوه ارزونه کي ويلي دي چي په انترنت کي د ويکي ليکس نومي پاڼي له خوا د لس ګونو زرو پټوسندو خپرول د افغانستان په عملياتو کي د بهرنيو سرتيرو ژوند له خطر سره مخامخ کړي دي.
ويکي ليکس د جولاي په پيل کي دغه اسناد خپاره کړل او يو نړيوال شورماشوريي را وپارا وه.
څوګوتنبرګ او لمرت له مزار شريف څخه کندوز ته تللي، چي په پوځي هډه کي د هغو7 آلماني سرتيرو چي د اپريل په مياشت کي په دوو حملو کي خپل ژوند له لاسه ورکړ، په يادګار کي د درناوي مراسم پرځای کړی.
په روان کال کي تراوسه پوري 465 بهرني سرتيري په افغانستان کي وژل سوي دي. په داسي حال کي چي په ټول تيرميلادي کال د هغو د مرګ ژوبلو شمير دومره لوړنه ؤ.
لمرت په مزارشريف کي خپلو سرتيرو ته ډاډ ورکړچي پارلمان يې د هغوئ څخه ملاتړ کوي.
هغه وويل:« د جرمني فدرالي شورا، پوهيږي چي پر خپل ملي پوځ حساب کولاس سي او تاسي هم پر خپل پارلمان حساب کولای سي.»
د دفاع وزير څو ګوتبرګ چي دا يې افغانستان تنه پنځم سفر دی سرتيرو ته وويل چي: « د افغانستان ماموريت ته بايد په کښته سترګه ونه کتل سي، هغه اوس تر بل هر وخت له سختي ننګوني سره مخامخ دی.»
هغه وويل:« په دوبي کي په آلمان کي دا احساس رامنځ ته سو چي ښايي په افغانستان کي کراري رامنځ ته سوې وي. خو دا کراري ددې معني نه لري چي دغه ماموريت د پاملرني څخه وغورځول سي.»
د آلمان د دفاع وزيراو د فدرالي شورا رييس دواړه نن کابل ته رسيږي، چي د جمهورريس حامد کرزي سره يې ليدنه کتنه هم په پلان کي ده.
dpa/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل