ګېټس په قباييلي سيمو کي د روان حالت په اړه اندېښنه ښودلې
۱۳۸۷ تیر ۷, جمعهد امريکا ددفاع وزير رابرت ګېټس ويلي دي چي د پاکستان د حکومت هغه اشتباه چي طالبان تر فشار لاندي را نه ولي د پاکستان او افغانستان پر پوله باندي د زورزياتي زمېنه برابره کړې ده. او داچي د افغانستان په ختيځه برخو سرحدي سيمو کي د روان عيسوي کال په لومړيو پنځو مياشتو کي زور زياتی په سلو کي څلوېښت ډير سوی دی دا د اندېښنې وړ ده.
ګېټس ددې موضوع یو علت د پاکستان څخه بېله کنتروله د خلګو اوښتل را اوښتل بولي. کېټس ويلي دي چي « طالبان او نور پاڅونکونکي چي د پاکستان د حکومت د خوا څخه ورباندي فشار نوي دا امکانات لري چي د سرحد څخه را واوړي او دا د اندېښنې وړ خبره د». کېټس ويلي دي ودې ته اړتيا ليدل کيږي چي د پاکستان د نوي حکومت سره چي د روان عيسوي کال د فيبرورۍ د مياشتي د 18 نېټه په ټاکنو کي رامينځ ته سو.
د سرحد څخه د پاڅونکونکو اوښتل هغه وخت ډير سول چي د پاکستان حکومت د طالبانو او نورو ډلو سره د سولي په نامه تړونونه لاسليک کړه چي ددې کبله پر نوموړي ځواکونو باندي د پاکستان د حکومت لخوا فشار لږ سوي او دوی ته اوس لا ډيره آزادي ورکړل سوي چي د افغانستان و خاوري ته راواوړي او امريکايي ځواکونو ته ستونزي پېښي کړي.
ګېټس زياته کړې چي دې موضوع ده ته بيرته زړه ورتوب ورکړی چي اسلاآباد په پام کي لري چي په قبايلي سيمو کي بيرته خپل حاکميت او کنترول ډيرکړي. د هغه په خبره چي په قباييلي سيمو کي د طالبانو ځواکمنېدل هم د پاکستان او هم د افغانستان لپاره بايد يو د پام وړ ټکی وي. ګېټس زياتوي، زما اميد دادی چي د پاکستان لومړی وزير په دغه کار باندي اقدام وکړي.
ګېټس داخبري پداسي حال کړی چي په واشنګټن او کابل کي د پاکستان د حکومت لخوا د طالبانو سره د خبرو کول د خپګان سبب ګرځېدلي دي.
پاکستان داخبره رد کړې چي ګواکي حکومت يي پخپل هيواد کي په يوه سترګه ړوند دی او ويلي يې دي چي د پاکستان په سرحدي سيمو کي يې د زور واکو سره خونړۍ جګړې کړي دي.
د پاکستان او امريکا په اړيکو کي هغه وخت لږ درز رامينځ ته سو چي د امريکې هوايي ځواکونو په قباييلي سيمو کي د هغوی په وينا پر زور واکو باندي بريد وکړی چي وروسته بيا پاکستان وويل په دې بريد کي ددوی د پوځ 11 تنه عسکر وژل سوي دي.