ګرجستان خپل ځواکونه د جنوبي اوسيتيا څخه ايستلي دي
۱۳۸۷ مرداد ۲۰, یکشنبهپه دې کي نور دشک او ترديد لپاره هيڅ ځای ندی پاته چي په جنوبي اوسيتيا کي دګورجستان پوځي عمليات د روسيې او ګورجستان تر منځ دجګړې موجبات برابر کړي دي. دا چي په روان وخت کي د جګړې په ډګر کي څه خبره ده، لاتر اوسه حالات روښانه ندي، خو په ډليزه خبري رسنيو او مطبوعاتو کي دګورجستان او د روسيې ترمنځ چي د جنوبي اوسيتيا ملاتړ کونکی ځواک بلل کيږي،تبليغاتي جګړه په ټول طاقت سره پيل سوې ده. او له همدې امله په روان وخت کي به ددغي لانجې لپاره ديوې سياسي حل لاري پيدا کول، آسانه خبره نه وي .او ددې امکان هم سته چي ددغي لانجې له امله دروسيې اود لویديځو هيوادونو ترمنځ نوي بدګومانې رامنځ ته سي.
وروستي راپورونه وايي چي ګرجستان د جنوبي اوسيتيا څخه خپل پوځونه ايستلي دي. د ګرجستان د چارواکو لخوا څخه ويل سوي چي ځواکونه يې پدې خاطر ايستلي دي تر څو د پوځيانو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلي مخنيوی وسي.
دګورجستان جمهوررييس ميخايل ساکاشويلي، دجنوبي اوسيتيا د رژيم په مقابل کي ددغه هيواد پوځي عملیات پر حقه بولي، اوښا يي له حقوقي پلوه حق په جانب هم وي . ځکه دجنوبي اوسيتيا جمهوريت په نړيواله سویه چا په رسميت ندی پيژندلی اوتر اوسه دغه خاوره د حقوق بين الدول دمقرراتو په اساس په ګورجستان پوري اړه لري، که څه هم چي عملا تر 15 کالو لا ډير وخت کيږي چي ګورجستان پر دغه سيمه باندي لاس بری نلري او ددې سيمي اوسيدونکي ټول روسي پاسپورتونه لري.
په زړه پوري خبره داده چي دګورجستان د دولت مشر ساکاشويلي، په جنوبي اوسيتيا کي دخپلو پوځي عملیاتو دپاره هغه استدلال وړاندي کوي چي روسان يې په چيچنستان کي د خپلو پوځي عملياتو دپاره استعمالوي. او وايي چي په دغه عملیاتو سره ګورجستان غواړي هغه نظم بيرته ددغه هيواد په ټول قلمرو کي نافذ سي چي دګورجستان په اساسي قانون کي منل سوی دی.
دساکاشويلي، له نظره په جنوبي اوسيتيا کي دروسيې پوځي مداخله په حقيقت کي دګورجستان په مقابل کي دجګړې اعلام بلل کيږي او په دغه سيمه کي د روسيې هر ډول لاس وهنه دګورجستان په کورنيو چارو کي لاس وهني دي . او له همدې امله ګورجستان دا تمه لري چي لويديځ هيوادونه په تيره بيا امريکايان ددوی ملاتړ ته ور ودانګي. ځکه دساکاشويلي، له نظره روسيې پر ګورجستان باندي پوځي تيری کړی دی.
خو روسيه وايي چي لويديځ هيوادونه او ناټو په ضربستان کي دکوسوو ولايت ته خپل عسکرر استولي تر ځو چي هلته د عام وژني مخنيوی وسي.
روسيې هم دجنوبي اوسيتيا سيمي ته خپل عسکر استولي تر څو چي ددغه ولس سره بشري مرسته سوې وي په بله ژبه په جنوبي اوسيتيا کي دمسکو پوځي مداخله دګورجستان دتيري په مقابل کي يوه په اصطلا انساني پوځي مداخله ده او له بله پلوه مسکو داخپله دنده بولي چي دخپلو اتباعو د ژوند ساتنه وکړي او په جنوبي اوسيتياکي روسي سوله ساتونکي ځواکونه پیاوړي کړي.