کینیا: د مرستندویه ټولنې کارکوونکي تښتول شوي دي
۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبهد کینیا د داداب، د مهاجرینو کمپ ته څیرمه تیره ورځ وسله والو کسانو د مرستندویه ټولنې څلور تنه کارکوونکي تښتولي دي او د هغوی موټروان ئې وژلی دئ. د پولیسو په وینا وسله والو کسانو د مرستندویه ټولنې د کارکوونکو پر دوو موټرو باندې برید وکړ.
د مهاجرینو دغه کمپ د جنگ ځپلي هیواد سومالیې پولې ته څیرمه پورت دئ. دغه څلور تنه بهرني کارکوونکي چې د ناروې د مهاجرینو د کونسل په نوم مرستندویه ټولنې سره ئې کار کاوه له کاناډا، ناروې، پاکستان او فلیپین څخه راغلي وو.
په تښتول شوو کسانو کې دوه نارینه او دوه ښځې شاملې دي. د کینیا د پوځونو د شتون سربیره د الشباب په نوم اسلامي ډله د جنوبي سومالیې په زیاتره برخه کنترول لري او که چیرې تښتول شوي کسان نوموړي سیمې ته ورسول شي ښایې د یوې اوږدې مودې له بند سره مخامخ شي. د کینیا د پوځ ویاند ویلي دي چې د هغوي د لټون چارې روانې دي او د پولې څارنه ئې سخته کړې ده. د دغه برید پړه لا تر اوسه پورې چا پر غاړه نه ده اخیستي.