کيوبايان د انقلاب پنځوسمه کاليزه لمانځي
۱۳۸۷ دی ۱۲, پنجشنبهفيدل کاسترو او پلویانو يي په کيوبا کي ديوه سوسیالستي دولت دجوړولو اعلام وکړ. فيډل کاسترو دتير کال دفيبرورۍ تر مياشتي پوري دکيوبا ددولت مشر و خو دناروغۍ له امله يې په دغه نيټه ددولت چاري خپل ورور راول کاسټرو ته سپارلي.
لکه څنګه چي ليدل کيږي، په کيوبا کي انقلاب او انقلابيان دواړه ددغه پنځوسو کلونو په اوږدو کي ستړي سوي او زاړه سوي دي. په کيوبا کي يو نوی نسل منځ ته راغلی، داسي يو نسل چي دوی ته انقلاب او دکيوبا پخواني پيښي يوه کيسه بريښي او اوس څه چي دوی له انقلاب څخه غواړي، نوښتونه او بدلونونه دي کاسټرودوی يو شعار دي.« پلارنی هيواد يا مرګ ، بری به زموږ په نصيب وي .» دغه راز شعارونه او س هم سړی دکيوبا پر دیوالونو باندي لوستلای سي. که څه دکيوبا له انقلاب څخه 50 کاله تير سوي او دزور واک Batista زمانه تيره سوې ده.
که سړی دکيو با ټولنيز ژوند ته یو نظر واچوي،نو د انقلاب څخه راپدیخوا په دغه هیواد کي ډير ټولنيز سمښتونه راغلي او دکيو با دنقلابيونو ټولنيز سیاست سړی يو پرمخ تللی سياست بللای سي. په تيره بيا که سړی کيوبا دلاتیني امریکا دنورو هیوادونو سره پرتله کړي، نو دکيوبا دپوهني او روزني او روغتیايي چاري دلاتیني امریکا دنورو هیوادونو په پرتله ډير د ستايني وړ دي او په دغه هیواد کي دماشومانو دمړني کچه حتي له امریکا څخه هم راکښته سوې ده.
خو له اقتصادي پلوه فیډل کاسټرو پخپل سياست کي ناکامه دی. د کيوبا د پخواني رژیم د راپرزولو نه مخکي به فيډل کاسترو دا شعار ورکاو چي« په دغه هيواد کي دفقر او بیوزلی له پاره کوم دليل نسته. ددغه هیواد بازارونه به دکالیو او متاو څخه ډک وي » خو نن ورځ په آلمان کي د فيډل کاسټرو پلويان دې ته اړ دي چي ددغه هيواد ماشومانو ته دشيدو اخيستلوله پاره بسپني راټولي کړي.
کاسټرو تل غوښتل چي ټول شیان تر څارني او کنټرول لاندي وي. او دکيوبا داقتصاد اصلي لانجه دمرکزي اقتصادي پلان لانجه ده. ځکه ټولي چاري بايد له يوه مرکزه څخه رهنمايي او کنټرول سي. له بله پلوه دځمکو دحاصلا تو څخه چاته اسعار په لاس نه ورځي او ټول بايد په هغه تنخواو قناعت وکړي چي ددولت له خوا دوی ته دکار په بدل کي ورکول کیږي. او له همدې امله څو ک په کرنه کي دکار کولو له پاره کومه علاقه نلري او ډيري دکرهڼي وړ ځمکي شاړي پرتې دي.
دکيوبا په بازارونو کي ډير محدود شيان عرضه کيږي. نو له همدي امله د1959 ميلادي کال دجنورۍ دمیاشتی د انقلاب پخوانۍ ولولې ندي پاته. او هغه وختونه تير سوي چي فيډل کاسټرو به نارې وهلې چي :«دغه ظالم ديکتاتور راوپرزول سو.»
کيوبا دلاتين امریکا د کرابيک په ټاپو کي بايد يو ډير د همیت وړ هیواد نه وای.11 ملیونه نفوس لري، يو څه نیکل لري او بس. خو په دغه هیواد کي د انقلاب څخه وروسته ځکه يو مهم هیواد وګرځيدی چي په لاتین امریکا کي د ټولو هغه کسانو له پاره چي تر زبېښاک او فشار لاندي ول، د اميد يوه ډیوه وګرځېده. په تيره بيا په دریمه نړۍ کي ډيرو غورځنګونو ددغه هیواد له انقلاب څخه غوښتل چي الهام واخلي. له بله پلوه ددغه هیواد پښه د سړې جګړې په کشمکشونو کي ښکل سوه او حتي خبره دې حد ته ورسيده چي نژدې و يوه دریمه نړیواله جګړه دکيوبا پر سر راپورته سي.
داخبره هم دیادوني وړ ده چي فيډل کاسټرو او ورور يې 50 کاله وشوای کولای د امریکا دمتحده ایالتونو د فشارونو په مقابل کي ودريږي،د سوء قصد، تيري او تحريمونو په مقابل کي استقامت وښه يي. خوداپه اقتصادي او دبیان د آزاديو په بيه کيوبايانو ته تمامه سوې.