کيمرون: د پاکستان سره د نويو اړيکو د پيليدو وخت دی
۱۳۹۰ فروردین ۱۶, سهشنبهتر دې دمخه کيمرون په اسلام آباد کي د فيصل جومات څخه ليدنه وکړه. د پوهنتون د محصلينو يوي غونډي ته يې په وينا کي وويل چي« راځئ چي خپلي اړيکي له سره پيل کړو. دا د پاکستان او انګلستان او د پاکستانيانو او انګليسانو تر منځ په اړيکو کي د نوي قدم ايښودو وخت دي.»
۸ مياشتي د مخه د پاکستان او انګلستان سياسي اړيکي هغه وخت خړي پړي سوې، کله چي ديويد کيمرون په ۲۰۱۰ م کال کي هند ته د سفر پر مهال ويلي ول، چي پاکستان ته به د تروريزم خلاف جګړه کي « د دوه مخي » اجازه ورنکړای سي.
« اجازه راکړي چي نن خپلي اړيکي بيا د سره پيل کړو» ، « راځي چي تيري غلط فهمۍ سره ليري کړو. په اوسني کړکيچن وخت کي کاروکړو او راتلونکو ګټو ته په گډه سره وګورو.» دا د هغه متن ټکي دي چي ديوډ کيمرون به يي په پاکستان کي په خپله بيانيه کي ووايي.
په افغانستان کي رواني لس کلني جگړې ته د پای د ټکي د ايښودلو لپاره د پاکستان سره سالمي اړيکي ډيري مهمي گڼل کيږي. په کوم کي چي برتانيه د ۹۵۰۰ عسکرو ورکړي دي.
د انګلستان دولت په افغانستان کي په جګړه کي د ښکيلتيا جواز دا وړاندي کوي چي د ترورريستانو زياتره هغه ځايونه چي په انګلستان کي کشف سوي، سرچينه يې د پاکستان او افغان سرحدي سيمي دي.
چارواکي وايي چي د ترهگرۍ څخه د انګلستان د ژغورني لپاره لازمه ده چي د پاکستان سره د بنياد ګرايي په مقابل کي مرسته وسي.
پداسي حال کي چي په تير وخت کي لويديځ د تروريزم په خلاف جګړه کي د پاکستان کوښښونه نا اميده کوونکي بللي وو، خو اوس د انګلستان دولت په دې باوري دي چي اسلام اباد د پاکستان په شمال لويديځو سيمو کي پرمختگ کړی دی. دغه سيمي د القاعدي او طالبانو د پټ ځايونو په نوم ياديږي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل