کيري: د يو ژمن حکومت په رامنځ ته کېدو سره برياليتوب ممکن دی
۱۳۸۹ مرداد ۲۷, چهارشنبهدغه ډيموکراټ سناتور په داسي حال کي افغانستان ته تلل چي ولسمشر کرزي د شخصي امنيتي کمپنيو په وړاندي يو لړ کوټلي اقدامات غوره کړي دي.
د جان کيري د سپرلۍ اولوتکه لومړۍ د بګرام په هوايي اډه کي چيرته چي ډيري امريکايي سرتيري ځای پر ځای دي را ښکته شوه او وروسته نوموړی د يوې پوځي چورلکي په مټ له هغه ځايه په کابل کي د امريکا سفارت ته لاړ.
جان کيري له افغان ولسمشر حامد کرزي او يو شمير نورو افغان چارو اکو سره تر ليدو کتو وروسته نن په کابل کي د ايساف قوماندانۍ ته ورغی او هلته يي د دغي ټلوالي د افغانستان د چارو له مشر جنرال ديويد پتريوس سره وکتل.
جان کيري له کرزي سره د ملاقات پر مهال له هغه غوښتنه وکړه چي د خپل حکومت د بقا لپاره بايد دا ثابته کړي چي، له اداري فساد سره په مبارزه کي ژمن دی او پرمختګونه رامنځ ته کولای سي.
کيري د خپلو خبرو پر مهال وويل چي اداري فساد دمګړی د افغانستان يو له عمده ستونزو څخه شميرل کيږي چي په خپله افغان دولت او نړيوال متحدين يي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د امريکا د ثنا د بهرنيو اړيکو د کميټي د مشر دغه څرګندوني په داسي حال کي راځي چي افغان ماموريت خپل لسم کال ته ننوتی او په دغه هيواد کي د وژل سوو بهرنيو سرتيرو شميره تر ۲۰۰۰ تنو اوښتی دی.
جان کيري وويل:«زه فکر کوم چي افغان دولت به په راتلونکو ورځو کي د اداري فساد په وړاندي خپله مبارزه نوره هم شديده کړي، تر څو پر حکومت دخلکو باور نور هم زيات سي او داسي يوه حکومت داري رامنځ ته کړي چي د امريکا د هغو خلکو ملاتړ له ځان سره ولري چي دمګړی ورته پيسي ورکوي او په دغه لاره کي خپل اولادونه له لاسه ورکوي.»
جمهورريس کرزي دوې اونۍ دمخه د اداري فساد سره د مبارزي دوې هغه ادارې وتړلې چي ، وايي بشري حقونه يي تر پښو لاندي کړي.
له درنو جرمونو سره د مبارزې او د حساسو جرمونو د تحقيق ادارې وروسته تر هغه د کرزي په امر وتړل سوې چي د هغه يو سلاکار يې د اداري فساد په تور نيولی وو.
تيره مياشت د شفافيت نړيوالي اداري د يوه رپوټ په خپرولو سره افغانستان له سوماليا وروسته د نړۍ تر ټولو فاسد هيواد په ګوته کړ.
ولسمشر کرزي هم له جان کيري څخه له افغانانو سره د امريکا د خلکو له مرستو مننه وکړه او ويويل چي دي له اداري فساد سره په مبارزه کي ژمن دی.
په کابل کي د امريکا د سفارت يوي سرچيني آلمان ږغ راډيو ته وويل چي جان کيري او کرزي په خپلو ليدو کتو کي پر نړيوالي ترهګرۍ او يو شمير نورو مسايلو هم خبري کړي دي.
د امريکا د سنا د جرګه ګۍ د بهرنيو اړيکو د کمېټې د مشر د وينا له مخه چي په افغانستان کي بريالي توب هغه مهال ممکن دی چي، يو ژمن او رڼ حکومت رامنځ ته سي تر څو دغه حکومت د خلکو کلک ملاتړ هم له ځان سره ولري.
ټاکل سوې چي جان کيري به د افغانستان وروسته پاکستان ته سفر وکړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل