1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوچيان غواړي نور د کوچيتوب ژوند پريږدي

۱۳۸۸ بهمن ۱۴, چهارشنبه

په افغانستان کښي په سل هاوو زره دکوچيانو کورنۍ غواړي د کوچيتوب ژوند پريږدي او لکه نور افغانان په ښارو، ښارګوټو او ياکلو کښي دايمي ژوند پيل کړي

https://p.dw.com/p/LqIX
انځور: AP

دا هغه لوی تغير دی چي د تيرو 8 کلونو راهيسي د هغو په منځ کښي رامنځ ته سوی او د کوچيانو د ميشتيدو لړۍ پيل شوې ده. د هري کوچي کورنۍ څخه چي پوښتنه وسي وايي چې: دوی د تيرو داخلي جنګو پرمهال هر څه د لاسه ورکړي او د بلي خوا د دوی تير او اوسنی نسل د انساني ژوند له هر ډول خوندونو څخه بې برخي پاته سويدي ،اونور نه غواړي د منځنيو پيړيو په ډول ژوند وکړي.سره لدې چي کوچيان ډير خراب اقتصادي او اجتماعي پرابلمونه لري ،خو کوښښ کوي تر څو د دوی د ميشتيدو په هکله دولت کلکه پاملرنه وکړي .

په ولسي جرګه کښي د کوچيانو ، کډوالو ، قبايلواو بيځايه سووکسان د کميسيون رييس حاجي ملا تره خيل د يوې خاصي مرکې په ترڅ کښي دويچه ويلي ته وويل چه: د اساسي قانون د 14مادې پر اساس دولت مکلف دی ،کوچيانو ته د ميشتيدو شرايط برابر کړي.

حاجې ملا تره خيل وايي چي : په زرهاوه دکوچيانو کورنۍ د ننګرهار ، کندوز ، غزني او کابل په ولايتو کښي ميشت سوي دي ، چي ډيره برخه يې د کابل په ختيزه سيمه کښي د حاجي سناتور جنت ګل کوچي په مېنهکښي هستوګن سوي دي ،او تعداديې 84000کورنيو ته رسيږي .

حاجي ملاتره خيل وايي چي : د تيرو 8 کلونو راپدې خوا 20 فيصده کوچيان ميشت شوي دي ،او پاته 80 فيصده کوچيان هم د دې سره علاقه لري تر څو دوی دپاره د ميشتيدو زمينې برابري سي.

حاجي ملاتره خيل وايي چي: د کوچيانو د ميشتيدو په مقابل کي لويه ستونزه دا ده چې څړځايونه او بکرو باير دولتي مځکي د زورواکو لخوا نيول سوي او غصب سوي دي .

د کابل ولايت په ختيزه برخه کښي د زرهاوو کوچيانو په استازيتوب څو تنو چې دايمي هستوګنه يې پيل کړې، دويچه ويلي ته وويل چي : دوی دډيرو مشکلاتو سره مخامخ دي ، پر ټولنيزواو اقتصادي ستونزو سربيره دولت هم ددوی سره لکه نور ځايي وګړي چلند نه کوي.

د ولسي جرګې د کوچيانو ، کډوالو ، قبايلو او بيځايه سوو کورنيود کميسيون رييس حاجي ملا تره خيل په وينا د 1354 کال د سرشميرني پراساس د کوچيانوتعداد 3,7 ميليونو تنو ته رسيدی او اوس چي د افغانستان نفوس 30ميليونوته رسيږي د کوچيانو شمير هم پنځو ميليونو ته لوړ شويدی.

که څه هم تر اوسه کومه کره احصائيه نده تر سره سوې ،خو د مرکزي احصائې د يوې احصايې له مخي د کوچيانو شمير څه ناڅه 2ميليونه تنه اټکل سويدی .

انور بری پال

کتونکی : محمد قاسم نوري