کندوز: د PRT مسئوليت ملکي مامورينو پرغاړه واخيست
۱۳۹۱ آبان ۲۵, پنجشنبهاعلان
المان په افغانستان کي د ناټو د جنگي ماموريت د پای ته رسېدو دوه کاله دمخه د دغه هيواد په شمال کي کرار کرار له پوځي ماموريته پر شا کيږي. د پنجشنبې په ورځ په کندوز کي د ولايتي بيا رغاوني يا پي ار ټي ډلي مسئوليت د المان د بهرنيو چارو وزارت پرغاړه واخيست. تر دې دمخه دغه ماموريت دواړو خواوو تر سره کاوه. د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويلي دي، چي ماموريت ئې نور تر ډيره ځايه ملکي بڼه غوره کوي. په کندوز کي د الماني ځواکونو يوه ویاند ويلي دي، چي موږ پوځيان به نور په دوهم قدم کي يو.