کمپوچيا: د ماينونوقربانيان
۱۳۸۵ آذر ۱۰, جمعهاعلان
د ملگروملتونوله ماشومانوسره د مرسته کونکې ټولنې يونيسف په نوي راپورکې ويل کيږي چې، په کمپوچياکې هره مياشت لږترلږه ٦٠ ماينونه چاودي. د خلکو ٪٨٠ په کليواوبانډوکې، مستقيماً د هغوسيمو څنگ ته ژوندکوي چې ماينونه په کې ايښودل شويدي. د ماين چاودنوهردريم قرباني يوماشوم دی.
څلويښت زره معيوب شوي انسانان
د يونيسف د څرگندونوله مخې تقريباً ۴٠٠٠٠ تنه وگړو په تيروکلونوکې پښې اولاسونه له لاسه ورکړيدي. خواکثريت کورنۍ د عمليات کيدو يا د بدن د مصنوعي غړو د پيرودلولپاره پيسې نه لري. په ځانگړې توگه بيا د ښځواونجونوحالت ډيرخراب دی، ځکه چې هغوۍ له معيوبيدلووروسته، صرف په ډيرې سختۍ سره د ژوندملگري يا ميړونه موندلای شي.
د ماينونو د بنديزلپاره د نړيوال کمپاين د اټکلونوله مخې، له ماينونوڅخه د کمپوچيا بشپړپاکيدل په لسگونو کلونه دوام کولای شي.