کمرن:برتانوي عسکر به تر ۲۰۱۵ کاله د افغانستان نه ووزي
۱۳۸۹ آبان ۲۵, سهشنبهبرتانوي ورځپاڼه گاردين ليکي چي صدراعظم کمرن په لندن کي د وينا پر مهال وويل چي موږ ځواکونه تر ۲۰۱۵ کاله پوري د افغانستان څخه وزي.
هغه ويلي چي په روانه اونۍ کي د ناټو تر سرمشريزي وروسته افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليت سپارلو پروسه پيلېږي.
د برتانيې صدراعظم ويلي دي چي، په افغانستان کي د برتانوي ځواکونه شتون ددې دپاره نه دی چي هلته يوه بشپړه ديموکراسي راولي.
«موږ هلته ددې دپاره تللي یو چي نور د افغانستان له خوا څخه د القاعدې خطر ليري سي او نور د افغانستان په خاوره کي تروريستان نه وي.»
په روان وخت کي تقريباً ۱۰۰۰۰ برتانوي عسکر په افغانستان کي په پوځي ماموريت بوخت دي.
برتانوي ځواکونه د افغانستان په ترټولو ناکراره ولايت هلمند کي پراته دي چي هر وخت د مخامخ بريدونو سره هم مخامخ وي.
په دې وروستيو کي برتانوي ځواکونو په هلمند کي د يو تر ټولو خطرناکه سيمي څخه پر شا او امنيتي مسووليت يې نور امريکايي ځواکونو ته ور وسپاری.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکیم