کرزي د ملېشو جوړولو پلان ومنئ
۱۳۸۹ تیر ۲۴, پنجشنبهد سيمه ايزو امنيتي ځواکونو جوړول د هغو افغانانو د پاره يوه حساسه موضوع ده، چي په اتيايمه لسيزه کي يې په کورنۍ جګړه کي شپې او ورځي تيري کړي دي.
افغان چارواک وايي چي کرزي د واشنگټن فشار ته ډېر مقاومت وکړ، تر څو په هغو سيمو کي چي، پاڅون کوونکي فعاليت کوي، ملېشه ځواکونه جوړ سي، خو بالاخره د چهارشنبې په ورځ يې د هغوﺉ غوښتنو ته غاړه کښېښودله.
د کرزي ادارې په يوه اعلاميه کي ليکلي دي، چي د موافقې پر مهال لوړ پوړي دولتي چارواکي په افغانستان کي د امريکا سفير او د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پيترايس هم حاضر ول.
په افغانستان کي پر بهرنيو ځواکونو د ورځ تر بلي فشار ډيرېدو له امله اوس د امريکا متحده ايالات د ولسمشر حامد کرزي څخه غواړي چي ډير امنيتي مسووليت په خپله غاړه واخلي.
دکرزي وياند ويلي، چي ددې ځواکونو اندازه، تنخواه او د خدمت مده به دکورنيو چارو د وزارت لخوا ټاکل کيږي.
وياند ويلي دي، افغان حکومت به هغوﺉ ته وسلې نه ورکوي، دوﺉ بايد په خپلو وسلو سره مبارزه وکوي. د افغانستان په کليوالو سيمو کي ډېرو خلکو د جگړو د وخت څخه وسلې پټي ساتلي.
د حکومت د مخالفو ډلو سره په جگړه کي د سيمه ايزو ملېشو او اربکيانو جوړول کوم نوی کار نه دئ، خو لانجمه خبره دا ده، چي په خپلو سيمو کي به د موجود دښمن سره د دوﺉ مبارزه څونده اغېزمنه وي.
AG/ محمد عارف وردګ
کتونکی. زيارمل