1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کراچي د قومي کړکېچونه سره مخامخ ده

۱۳۸۹ مرداد ۱۳, چهارشنبه

کراچي د مختلفو قومي او مذهبي او سياسي ډلو د ژوند ګډ ټاتوبي دی. خو په دی شپو او ورځو کي د هغوی سوليز ژوند ګډوډ شوی. د ښار يو اوسيدونکي وايی: ژوند دلته ډير حساس دی. يوه کوچني تاو تريخوالي هم د خونړيو پيښو لامل ګرځي

https://p.dw.com/p/Oblk
د سند د اسامبلی د یو غړي ،رضا حيد له وژل کیدو وروسته اله ګولو کونکو یو مسافر وړونکی‎ي بس موټر ته اور واچاوه . کراچۍ په ناکرار ښار بدل شوی
د سند د اسامبلی د یو غړي ،رضا حيدر له وژل کیدو وروسته اله ګولو کونکو یو مسافر وړونکی‎ي بس موټر ته اور واچاوه . کراچۍ په ناکرار ښار بدل شویانځور: picture-alliance/dpa

درضا حيدر په زرهاووپلويان دده دخښولوپه مراسموکي دګډون لپاره هديرې ته تللي وو.په هديره کي ټول راغونډ شوي کسان آرامه وو.

خو دوی خپل قهر پخوا له هغه څرګند کړی وو. چي د هغه له امله دوکانونه سوي سرويس موټر ويجاړ شوي اوانسانان ويشتل شوي او اور وراچول شوی وو.همدا چي د رضاحيدر د وژل کېدو خبر خپورشو دکراچۍ دښار په هغه سيمه کي چې پښتانه پکې اوسي، په دوی باندي دنوموړي سياستوال پلويانو هجوم ور ووړ. حيدر په داسي ګوند پورې اړه درلوده چي زيادتره اردوژبي پکې دي.

په کراچۍ کي دډيرو قامونو اړوندي ژوند کوي پدې ښارکي ډيرې ډلي چي پخپلو کي سره دښمن دي ژوند کويدنوموړي ښار يو اوسيدونکي وايي چي همدا دي ښارته ځانګړې بڼه ورکوي او وايي:

«کراچي دپاکستان ډېر حساس ښار دی. دلته نه يوازي تل بیا بيا داسي پيښي چي خلک پکي مړه کيږي کيږي بلکه دا پيښي دناکراريو سبب هم کيږي اولدې ځايه بيا دا ناکرارۍ دپاکستان نورو ښارونو د مثال په توګه حيدر آباد ته هم خپريږي.»

کراچۍ چي ۱۶ مليونه اوسيدونکي لري دپاکستان له ټولو څخه ستر ښاردی. هغه په سلوکي له ۴۰ نه د ډيرو اوسیدونکو عمرونه له ۱۵ کالو نه کم دي .خو ددې ښارداوسيدونکو لري ليدونه اودراتلونکي هيلي هم لږي دي اوهمدا هم د خلکو ترمنځ ډير ژر دقهر دمنځته راتلو سبب کيږي.

گڼ شمېر امنيتي چارواکي کراچي ته لېږدول کيږي
گڼ شمېر امنيتي چارواکي کراچي ته لېږدول کيږيانځور: AP

دپښتنو ستره برخه له افغانستان اودپاکستان له شمالي سيمو څخه دي ښار ته راغلي دي .او اردو ژبي اوسیدونکي يي يو وختي دهندوستان اوپاکستان له بېلېدو څخه وروسته دې ښار ته مهاجرشويدي. دوی له پښتنو سره زیادتره پدې باندي جګړه کوي ترڅو هلته اقتصادي برلاسی ولري. ددې لپاره چي پښتنو په تيرو کلونوکي ډلي ډلي کراچۍ ته کډي کړيدي نو دهغه ځای دپخوا ميشته شويو ډلو لخوا دسيالانو په سترګه ورته کتل کيږي او دښارډيری اوسيدونکي اټکل کوي چي دوی دطالبانو ملاتړکوي. خو پښتانه له هغه وخت راهيسي چي پوځ ددوی په سيموکي دطالبانو په وړاندي پوځي عمليات کوي تښتېدلي دي .دغه سړی وايي چي دطالبانو هدف دادی چي پاکستان په ګډوډيو اخته کړي. دوی غواړي چي ددې ناکراریو له لاري ددې هيواد اقتصاد له خاوروسره یو کړي . اودمسلمانانو ټولنه ويجاړه کړي ترڅو چي مونږ په پای کي پرته له کوم قدرته پاتي شو .

رښتياهم ددې نښي شته چي په نوموړي ښار کي افراطيان فعاله دي پدې تيرو شپږو مياشتو کي تل بيا بيا په نوموړي ښارکي ګوذارونه شويدي. دپاکستان دننه دچارو وزير رحمان ملک هم په دې عقيده دی چي په رضا حيدر باندي بريد هم دديني افراطيانو لخوا شويدي. دي زیاتوي:
«پل هماغه ځاي ته چي طالبان پکي فعاله وو رسيږي. او داسي نوي ډلي شته چي ټولي دطالبانو له تروريستي شبکې سره اړيکي لري. »

يوه خبره روښانه ده چي مذ‌هبي ډلي درضا حيدر د دنيايي تګلاره ردوي. ډيری پښتانه هم لدې ګوند سره مخالفت لري.
دامکان په صورت کي داخون يو بل علت هم درلودای شي. کتونکي وايي:

«په کراچۍ کي جنايت کونکي ډلې له سياست سره نژدې اړيکي لري. په هرډول هرچا چي حقوقپوه حيدر او د هغه سرساتونکي وژلي وي. پدې پوهيده چي لدې خون نه وروسته به په کراچۍ کي ستري الي ګولي منځته راشي. دزور زياتي ددې دوران له امله يوازي په تيرو شويو ۶مياشتوکي په کراچۍ کي ۳۰۰ کسه ووژل شول.»


ليکونکې: رحيله اميري/ وېبرمان
کتونکی: احمدولي اڅکزی